د خوست سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شمل دوهمنده ولسوالۍ کې د ورښتونو له امله د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خوست د والي وياند مستغفر ګربز پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه يوه بجه د دغه ولايت د شمل دوهمنده ولسوالۍ د کمالخېلو په کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د دغه کور د یوې خونې چت د باران له امله لوېدلی چې په نتیجه کې یې د دوو نجونو په ګډون درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 9