د ازادو سیالیو دوو افغان ورزشکارانو فرید بشارت او عبدالکریم بدخشی خپلو امریکايي او فرانسوي سیالانو ته ماته ورکړه.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي فرید بشارت نن په «یواېفسي» سازمان کې له خپل امریکایي سیال کریس ګویټیرز سره میدان ته کښته شو او د امتیازونو په توپیر یې نوموړی ته ماته ورکړه او په دې سره یې ۱۴مه بریا خپله کړه.
فرید بشارت له دې مخکې ۱۳ لوبې کړې او ټولې یې ګټلې دي.
د فرید بشارت ورور جاوېد بشارت چې نوموړی هم د ازادو سیالیو لوبغاړی دی، پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «الحمدالله، بریا مو مبارک شه!»
دغهراز، د ازادو سیالیو بل افغان ورزشکار عبدالکریم بدخشی بیا خپل فرانسوي سیال جیوواني فرنانډز ته ماته ورکړه.
د عبدالکریم بدخشي ورور عبدالعظیم بدخشي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د عبدالکریم بدخشي بریا دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.
دغه راز، د بدخشي او د هغه د سیال ترمنځ سیالي د فرانسې په کوگناک ښار کې په KOC 18 سازمان کې ترسره شوه.
Views: 2