د افغانستان لوی ملي چتر نن د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۴مه، د المان د «دتمولد» په ښار کې د سولې او ولسواکۍ لپاره د بینالافغاني خبرو تر عنوان لاندې یو ملي کنفرانس جوړ کړ.
دا ائتلاف، چې له ۳۰ څخه زیاتو سیاسي ګوندونو، ټولنیزو شوراګانو او مدني بنسټونو څخه جوړ شوی، د سولې، ولسواکۍ، ټولنیز عدالت او د ګډ ملي دریځ د رامنځته کولو په موخه فعالیت کوي.
په دغه کنفرانس کې ګڼ شمېر سیاسي، ملي، ټولنیز او فرهنګي شخصیتونه، د ښځو استازې، ځوانان او د مدني ټولنو استازي ګډون درلود.
ویناوالو د دوامدارې سولې د اړتیا، د ولسواکۍ او ټولنیز عدالت د بنسټیزو اصولو، د باور جوړونې لارو چارو او د ملي یووالي د ټينګښت پر موضوعاتو بحث وکړ.
د ښځو، ځوانانو او مدني ټولنو د رول څرګندول، د سولې او ولسواکۍ د پخوانیو تجربو ارزونه، د راتلونکي سیاسي جوړښت لپاره عملي وړاندیزونه او په سیمهییزه او نړیواله کچه د افغانستان د فرصتونو او ننګونو څېړنه د یادې غونډي مهمې موخې وګڼل شوې.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د ملي یووالي او ولسواک افغانستان ته د ژمنتیا په نښه کولو سره یو ګډ پرېکړه لیک تصویب کړ. په پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې د عادلانه سولې، پایدارې ولسواکۍ او ټولنیز عدالت د تحقق لپاره ګډ ملي دریځ ته اړتیا ده.
دغه راز د افغانستان لوی ملي چتر، ولسواکي او ټاکنې د هېواد د راتلونکي لپاره بنسټیز اصل ګڼي او پر هغو یې د تطبیق غوښتنه کړې ده. دا دریځ په داسې حال کې څرګندېږي چې په افغانستان کې واکمن چارواکي ټاکنې نه عملي کوي او ګوندونه یې لغوه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته، له هېواده بهر یو شمېر سیاسي او مدني بنسټونه د ائتلافونو په بڼه یوځای شوي دي. د افغانستان لوی ملي چتر له هغو ائتلافونو څخه دی چې هڅه کوي د افغان سیاسي قشرونو ترمنځ د خبرو او تفاهم فضا رامنځته کړي.
Views: 187