د ازادو سیالیو درې افغان ورزشکاران احمدولي هوتک د خپل داغستاني، فرید بشارت د امریکایي او عبدالکریم بدخشی د خپل فرانسوي سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: «هغسې مې چې ژمنه کړې وه د ازادو سیالیو په دې نړۍوال سازمان کې دا ځل له یو پیاوړي سیال سره د اکتوبر په ۱۱مه نیټه مرکزي (د سازمان د اتلولۍ کمربند) سیالۍ لرم.»
هوتک لیکلي، داغستاني سیال یې ډېر پیاوړې دی او په خپل ریکارډ کې هیڅ ماته نه لري.
هغه زیاته کړې: «ستونزمنه به وي خو زه هوډ او ټینګه اراده لرم، په څو برابره کمو امکاناتو، بیا هم پر خپل رب، پر خپل زیار او پر خپل ولس باور د دې ستر ګام اوچتولو ته اړ کړم.»
د احمدولي هوتک او داغستاني سیال ترمنځ لوبه په یوه نړۍوال مرکز «International sambo center» کې ترسره کېږي.
احمدولي هوتک له دې مخکې ۱۲ لوبې کړې، ۱۱ یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.
د ازادو سیالیو بل افغان لوبغاړی فرید بشارت بیا سبا په «یوافسي» سازمان کې د خپل امریکایي سیال کریس ګویتیرز سره لوبه کوي.
فرید بشارت تر دې مهاله ۱۳ لوبې کړې او ټولې یې ګټلي او هیڅ ماته نه لري.
همداراز د آزادو سیالیو بل افغان ورزشکار عبدالکریم بدخشی پرخپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې له یو کال وروسته نن د فرانسې په کوگناک ښار کې د KOC 18 سازمان په سیالیو کې بیا د لوبې میدان ته داخلېږي.
د ده په خبره، دغه سیالي به د ۶۲ کیلوګرامو په وزن کې د فرانسوي سیال جیوواني فرناندز پر وړاندې ترسره شي.
Views: 9