پرون له ایران او پاکستان څخه نږدې پنځه زره افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۹۶۳ افغان کورنۍ چې ۴۹۳۹ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
هغه لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز د ورېښمو لار، د کندهار سپینبولدک او تورخم له لارو څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، د یادو راستنو شوو کډوالو له ډلې ۹۱۶ کورنۍ چې ۴۹۸۰ کسان کېږي، خپلو سيمو ته لېږدول شوي او له ۱۰۹۱ نورو سره مرسته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۰۴۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
Views: 5