د پنجشنبې سهار (د اکتوبر ۲، ۲۰۲۵) د هوا د ککړتیا په نړیواله درجهبندۍ کې کابل د نړۍ دویم تر ټولو ککړ ښار اعلان شو. د IQAir د راپور له مخې، د پاکستان لاهور په همدې ورځ د نړۍ تر ټولو ککړ ښار و.
په کابل کې د هوا د کیفیت شاخص (AQI) له ۱۰۰ پورته تللی او په هغه کټهګورۍ کې راغلی چې د «حساسو ډلو لپاره ناسالم» بلل کېږي. د راپور له مخې، د مایکروسکوپي ذراتو (PM2.5) کچه په کابل کې ۵۸ مایکروګرامه په هر متر مکعب ثبت شوې چې د روغتیا د نړیوال سازمان له کلني معیار څخه ۱۱.۶ ځله لوړه ده.

کارپوهان وايي، د دې کچې ککړتیا کولی شي د تنفسي ناروغیو، د زړه د ستونزو او د سږو د فعالیت د کمېدو لامل شي، په ځانګړي ډول د ماشومانو، زړو کسانو او هغو خلکو لپاره چې له روغتیایي ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د افغانستان ختیځ ښار جلالآباد او د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور هم د سختې ککړتیا تر اغېز لاندې راغلي وو.
د چاپېریال ساتنې کارپوهان وایي چې د زاړه ټرانسپورټ لوړې خپرېدونکې ککړتیاوې، د کورونو د کثافاتو سوځول، صنعتي فعالیتونه، د ودانیو دوړې او د هوا ساکن شرایط د کابل د هوا د خرابوالي اصلي عوامل دي.
متخصصانو د کابل اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې په دغه موده کې بهر تګ راتګ محدود کړي، ماسکونه واغوندي، کړکۍ وتړي او د هوا د تصفیې وسایل وکاروي.
Views: 12