د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی وايي چې هېواد یې روانه اونۍ د جي اووه (G7) هېوادونو او د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه جوړه کړه او ګډونوالو یې یو ځل بیا د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي پر خپله اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې په دې اونۍ کې د «G7» هېوادونو او د افغانستان لپاره ځانګړو استازو غونډه ترسره کړه.
نوموړي زیاته کړې چې د یادې غونډې ګډونوالو یو ځل بیا د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
هغه څرګنده کړې: «د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره زموږ پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار. موږ له طالبانو څخه غواړو چې له نړۍوالې ټولنې سره رغنده او د نېک نیت پراساس تعامل وکړي.»
Views: 1