ګندهارا د افغانستان ختیځ او د پښتونخوا شمالي سیمو ته غځېدلی هغه تمدن دی چې د یوناني، هندي، ایراني او د منځنۍ اسیا کلتورونو د یوځای کېدو مهمه څلورلاره ګڼل کېده.
په دې ځانګړې مرکه کې له افغان څېړونکي اسدالله شریفي سره د ګندهارا د تمدن پر بېلابېلو اړخونو تفصیلي خبرې شوې دي.
د همدې لپاره مو هڅه کړې چې د ګندهارا د تاریخ پاڼې پرانیزو او د هغه پر قِدامت او میراث خبرې وکړو.
شریفي په دې مرکه کې د ګندهارا د تاریخ، هنر، فلسفې، دینونو، د ټکسیلا پوهنتون، د سوات او پېښور د فیلسوفانو، د یوناني–بودایي هنر ځانګړتیاوو او د تمدن د زوال په اړه خپل ارزښتناک لید لوری وړاندې کړي دی.
بشپړه مرکه د وصال تلویزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شئ.
#ګندهارا #بودا #ټکسیلا #افغانستان #یوناني_بودایي_هنر #پښتونخوا #سوات #پېښور #گندهارا #تکسلا #تاریخ_افغانستان #یونانی # بودایی #پشاور
Views: 7