د افغان ښځینه کرکټ ۱۷ پخوانیو لوبغاړو نن سه شنبه، د ۲۰۲۵ کال د ښځو د نړیوال جام د پرانیستونکې لوبې ننداره وکړه چې د هند او سريلانکا ترمنځ د ګوهاټي په بارساپار کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
دغه سفر د ICC له لوري د ۱۲ ورځني پروګرام په ترڅ کې برابر شوی چې د اسټرالیا کرکټ (CA)، د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) او د هند کرکټ بورډ (BCCI) یې ملاتړ کړی دی.
د افغان لوبغاړو د سفر جزئیات پټ ساتل شوي وو، ځکه چې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغانستان د حکومت د احتمالي غبرګون د مخنیوي لپاره رسمي اعلان ونه کړ. د نړیوال جام د لوبو لیدل د کرکټ له نړیوال سیسټم سره د افغان ښځینه کډوالو لوبغاړو د یوځای کېدو په لومړیو هڅو څخه ګڼل کېږي.

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو کډواله لوبډله به په دوو لویو نړیوالو ټورنمنټونو (په هند او سریلانکا کې د ۲۰۲۵ د ښځو د نړیوال کرکټ جام او په انګلیستان کې د ۲۰۲۶ د ښځو د شل اوریز نړیوال ) کې د ګډون مهم فرصتونه ولري.
د دې پروګرام له مخې، لوبغاړې به په روزنیزو کمپونو کې برخه واخلي او د هند له ځینو کورنیو ټیمونو سره به سیالۍ وکړي. د افغان ښځینه کډوالو ډېری لوبغاړې په استرالیا کې ژوند کوي، خو ځینې په بریتانیا او کاناډا کې مېشتې دي. له دې سره سره، د ویزې د ستونزو له امله څو لوبغاړې هند ته نه دي رسېدلي.
په پرانیستونکې لوبه کې د افغانستان د کډوالو د ښځو د کرکټ ټیم ګډون د دې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي چې دوی بېرته نړیوالو لوبو ته ورپیژندل شي او د ښځو د کرکټ په نړیواله نقشه کې خپل ځای وساتي.

د پنځوس اورونو په دې اتلولۍ کې د کوربه هیوادونو ترڅنګ، د استرالیا، بنګله دیش، انګلستان، نیوزیلنډ، پاکستان او جنوبي افریقا لوبډلو برخه اخیستې ده.
هر ټیم به له، بل سره مسابقه وکړي او په اخره کې به څلور مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبې ته ووځي. پایلوبه به بیا د نوومبر په دویمه ترسره شي.
Views: 8