له څلورو کلونو وروسته پاکستان یو ځل بیا د افغانستان په اړه ګواښوونکې ژبه کاروي. دغهراز له یو شمېر پخوانيو چارواکو سره یې غوږ جنګولی او د افغانستان د راتلونکي په اړه د بحثونو لپاره یې اسلاماباد ته ورغوښتي دي.
د افغانستان اوسني حاکمان ښايي اوس پوه شوي وي چې پاکستان په افغانستان هیڅکله قوي مرکزي حکومت نه غواړي خو اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې د افغانستان له هر حکومت سره په مخالفت کې درېږي؟
پاکستان له افغانستانه څه غواړي او کابل له اسلاماباده د څه تمه لري؟ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماسۍ بنسټونه څه ډول اېښودل شوي او ایا پاکستان کولای شي په دې ډول ناستو سره د افغانستان ټیکاو ته ګواښ پېښ کړي؟
نجیبالله عليخېل به د مرکې په دې برخه کې د یادو موضوعاتو ترڅنګ د سفیر په توګه د هغه د مقررۍ، ماموریت، ننګونو، بریاوو، له پاکستاني سیاستوالو او نظامیانو سره د هغه د لیدنو کتنو او د پاکستان پر اهدافو خبرې وکړي.
Views: 2