د کابل او اسلاماباد اړیکې په تېرو اتو لسیزو کې له ډېرو لوړو ژورو تېرې شوې، خو لومړی ځل دی چې د پاکستان د دفاع اوسنی وزیر افغانستان خپل دښمن یادوي. په دې موده کې لسګونو افغان سفیرانو په اسلاماباد کې دندې ترسره کړې چې هر یو یې د کار او ژوند بېلې او جالبې کیسې لري.
یو له هغو سفیرانو نجیبالله عليخېل دی چې په پاکستان کې د تېر جمهوریت وروستنی سفیر و؛ له عليخېل سره نن مرکه لرو، دغه مرکه به دوه برخې ولري، لومړۍ برخه کې تر ډېره د هغه پر شخصي او کاري ژوند راڅرخي، لکه د کلي له ژونده بیا په بهرنیو چارو وزارت کې له دندې او بیا سفارت ته تر رسېدو پورې.
دویمه برخه یې په پاکستان او ترکمنستان کې د ده د سفارت پر رسمي کړنو، پر مهمو ډیپلوماتیکو فعالیتونو او د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر لوړو ژورو بحث ته څانګړې شوې ده.
په دې مرکه به نوموړی په بهرنیو چارو وزارت کې د واسطو او ګوندي اړیکو، د مجاهدینو، طالبانو او جمهوري نظامونو پر مهال د دغه وزارت د حالت او یو شمېر نورو ناویل شوو په اړه هم خبرې ولري.
Views: 6