د کاناډا د کروف لېک (Curve Lake) سیمه کې د «Pow Wow» په نوم د دغه هېواد د لومړنیو قومونو او قبایلو دودیز کلنی جشن ترسره شو. په دغه په زړهپورې جشن یا فسټیوال کې د دې ترڅنګ چې نڅاوې وشوې، سندرې وویل شوې، لاسي صنایع، هنري اثار او دودیز خواړه هم نندارې ته اېښودل شوي وو.
دغه یو فرهنګي جشن دی چې هر کال د کاناډا په بېلابېلو سیمو کې د لومړنیو اوسېدونکو له خوا جوړېږي. خلک له لرې ځایونو راټولېږي څو خپل کلتور ونمانځي، عنعنوي جامې واغوندي، سندرې ووایي، نڅاوې وکړي او خپل دودیز خواړه، لاسي صنایع او نور نندارې ته وړاندې کړي.
د کاناډا لومړني ملتونه (First Nations) د ځانګړو دودونو، نڅاوو او روحاني مراسمو له امله ځانګړی شهرت لري. د هغوی تاریخ د اتلسمې پېړۍ له نیمایي پیلېږي او تر ننه یې د طبیعت او ټولنې ترمنځ د توازن فلسفه ژوندۍ ساتلې ده.
دغه راز د هغوی ورځنی ژوند له کرنې، کبنیونې، لاسي صنایعو او ټولنیزو اړیکو سره تړلی؛ په لرګیو کې حکاکي، د جامو ګنډل، نور هنري فعالیتونه او دودونه یې تر ډېره د افغانستان د کلیوالي خلکو له هنر او دودونو سره ورتهوالی لري.
د وصال ټلوېزیون خبریال د یادو قبیلو د پو واو (Pow Wow) ۷۲یم کلني دودیز جشن ته ورغلی او له دغه ځایه یې تاسو ته په زړهپورې راپور چمتو کړی دی.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل کې کتلی شئ!
Views: 2