د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د هغو پنځو کمپونو د تړلو پرېکړه کړې چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې فعال وو.
د پاکستان اېکسپرېس نیوز پرون په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په خیبر پښتونخوا کې هغه پنځه کمپونه تړي چې له تېرو ۴۰ کلنو راهیسې فعال وو.
په راپور کې راغلي چې په دغو کمپونو کې درې په هریپور، یو په چترال او یو په دیر کې دي.
سرچینې لیکلي، خو د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی، امین ګنډاپور بیا د افغان کډوالو د جبري ایستنې مخالفت کړی دی.
د راپورونو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې په دغه هېواد کې د بېاسناده او د ACC کارت لرونکو افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل کړ.
Views: 10