د المان د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به له سوریې سره د هغو کډوالو د ایستلو پر سر هوکړې ته ورسېږي چې «رد شوي او مجرمین» دي او د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به هم دوام ومومي.
د دویچهوله د راپور له مخې، د المان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي: «موږ غواړو په همدې کال کې له سوریې سره موافقې ته ورسېږو، په لومړي ګام کې به مجرمین ایستل کېږي او وروسته به هغه کسان چې د اوسېدو حق نه لري. باید د هغو کسانو ترمنځ چې ښه مدغم شوي او کار کوي او د هغو چې د پناهغوښتنې هيڅ حق نه لري او له ټولنیزو مرستو ګټه اخلي، توپیر وشي.»
نوموړي د افغانستان له اسلامي امارت سره د پلان شوو خبرو په اړه هم ویلي: «دا تخنیکي خبرې دي چې د تېرې پارلماني دورې پر مهال هم موجودې وې. د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیرې انالنا باربوک پر مهال دغه وزارت لږ تر لږه شپږ دا ډول ماموریتونه تنظیم کړي وو.»
ده ټینګار وکړ، موخه یې دا ده چې په راتلونکي کې افغان کډوال «په منظم او پرلهپسې ډول افغانستان ته واستول شي»
دوبرینټ زیاته کړې: «اوس مهال دا لړۍ یوازې د قطر په مرسته شونې ده خو زه غواړم په راتلونکي کې دغه بهیر پرته له کومې واسطې تنظیم شي. د دې لپاره باید په مستقیم ډول په کابل کې له مسوولینو سره خبرې وشي.»
نوموړي دغهراز ویلي، د کډوالۍ او پناهغوښتنې فدرالي اداره دنده لري چې د سوریایي کډوالو ځینې ځنډول شوې دوسیې بیا وڅېړي؛ ځکه که د غوښتنلیک د رد په صورت کې به د هغو د ایستلو زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د المان د کورنیو چارو وزیر د روان کال په وږي میاشت کې هم ویلي وو چې د هغو افغان کډوالو د «منظم او پراخ» ایستلو لپاره چې «جنایي جرمونه» یې کړي، یو پلاوی له دغه هېواده کابل ته ځي څو په مستقیم ډول له اسلامي امارت سره خبرې وکړي
د هغه په وینا، کابل ته د المان د استازو لېږل په پلان کې دي څو خبرې همدلته په حضوري ډول پر مخ ولاړې شي.
Views: 3