د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اجازه به ور نه کړي چې د فلسطین لوېدیځه غاړه له اسرائیل سره ضمیمه شي.
الجزیرې ټلوېزیون نن په یوه راپور کې لیکلي چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، اسرائیل نه شي کولی چې «نیول شوې» لوېدیځه غاړه له ځان سره یو ځای کړي.
هغه ویلي: «زه به اسراییلو ته اجازه ورنکړم چې لوېدیځه غاړه ضمیمه کړي، نه به زه دا اجازه ورکړم چې داسې څه پېښ شي.»
په راپور کې راغلي چې ټرمپ د «اشغال شوې» لوېدیځې غاړې د احتمالي یو ځای کولو د مخنیوي لپاره د کومو اقداماتو په اړه جزییات وړاندې نه کړل.
د راپورونو له مخې، اسرائيل په ۱۹۶۷کال کې کې لوېدیځه غاړه اشغال کړې ده.
Views: 4