د شنونکو او زیانمنو کسانو د څرګندونو له مخې، د کونړ زلزله ځکه ډېره مرګونې وه چې ژوروالی یې کم و، هلته ډېر کورونه د غرونو لمنو کې له ډبرو په غیرمعیاري ډول جوړ شوي وو، داسې مهال په ناڅاپي ډول وشوه چې نیمه شپه وه، خلک ویده وو او په ځینو سیمو کې د سړکونو نشتوالي د ژغورنې عملیات ټکني کړل.
د وږي په نهمه د شپې نږدې ۱۲ بجې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زلزله وشوه.
د طبیعي پېښو د خبرتیا او همغږۍ نړۍوال سیسټم (GDACS) د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د ریښتر په کچه ۶ درجې وه او ژوروالی یې اته کیلومتره و. ځینو سرچینو بیا د زلزلې ژوروالی تر لس کیلومتره او د ریښتر کچه یې ۶.۲ درجه ښودلي دي. د دې زلزلې مرکز د کونړ نورګل ولسوالي ښودل شوی؛ چېرې چې تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي دي.
د حکومت له خوا د اعلان شوو شمېرو له مخې، د دې زلزلې له امله په کونړ کې ۲۲۰۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۶۴۰ نور ټپیان شول؛ په ننګرهار کې ۱۲کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۵۵ نور ټپیان شول او په لغمان کې هم ۸۰ کسان ټپیان شول. په دې زلزله کې د ۶۷۸۲ کورونو د نړېدو راپور ورکړل شوی دی.
ولې دغه زلزله ډېره مرګونې او ویجاړوونکې وه؟
د کونړ اوسېدونکي وایي چې دوی د شپې په درانه خوب ویده وو چې ناڅاپه سخته زلزله وشوه.
د کونړ د نورګل ولسوالۍ د تیتک سیمې اوسېدونکی سیداکبر وایي: «د شپې شاوخوا دوولس بجې وې، موږ ویده وو چې زلزله وشوه، څو چې له کټونو راکښته کېدو، مېنې کېناستې، څوک ښکته وغورځېدل، څوک له پورته راغلو تیږو ووهل، زه خپله چې څو پورته کېدم، یوه تېږه راغله زه او زما مېرمن یې لاندې کړو، د مېرمنې مې پښه ماته شوه او زه هم ټپي شوم.»
دی وایي چې په دغو سیمو کې ډېر کورونه د غونډیو او غرونو په لمنو کې له تیږو، خټو او لرګیو جوړ شوي، ځکه چې غرنۍ سیمه ده او هواره ځمکه ډېره نه لري.
سیداکبر د کونړ په ډېرو زلزلهځپلو سیمو کې د سړکونو نشتوالی د زلزلې له امله د ډېر شمېر کسانو د مړه کېدو له لاملونو بولي او وایي که سړکونه وای، ټپیان به پر وخت روغتون ته رسېدلي او ژغورل شوي وای.
هغه زیاتوي: «که موږ ته سړک جوړ شي، د کورونو په جوړولو کې تيږې او سمنټ ولګېږي، نو ښه به وي؛ ځکه چې پخوا مو یوه تيږه پر بله اېښې وه، هغه [زلزله کې] همداسې پسې ولاړې او موږ یې هم تباه کړو.»
د نورګل ولسوالۍ د تیتک سیمې بل اوسېدونکی نورافضل چې په زلزله کې ټپي شوی او اوس د ننګرهار په ولایتي روغتون کې بستر دی، د زلزلې د سختو شېبو یادونه کوي، وایي: «د شپې لس کم دوولس بجې وې، یو ځل ځمکې جلق وکړ، بس کورونه هم روان وو، ځمکه هم روانه وه، له غرونو تيږې هم روانې وې، بس یو بد حال و.»
هغه هم د غرونو په لمنو کې د خامو کورونو جوړښت، د کورونو په غیرمعیاري جوړولو کې د خلکو بېغوري، او ډېرو سیمو ته د سړک نه شتون د مرګژوبلې او نورو ډېرو زیانونو اوښتو له لاملونو بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي دفاع وزارت په کونړ کې د زلزلې له امله د ټپیانو ژغورلو لپاره د چورلکو پر مټ د ژغورنې عملیات ترسره کړل او په ځینو هغو سیمو کې یې کومانډو ځواکونه له هوا ځمکې ته کوز کړل چې هلته د چورلکو کېناستو امکان نه و.
نورافضل وایي چې د کونړ خلک ډېرو مرستو ته اړتیا لري خو لومړی دې ورته په معیاري ډول کورونه جوړ شي.
د زلزلې شدت، ژوروالی او د کورونو د جوړښت اغېزې
د ځمکپېژندنې پوه، ډاکټر ذکریا شنيزی وایي، د زلزلې کره وړاندوینه ناشونې ده، تر اوسه ساینسپوهان پر دې نه دي توانېدلي چې د زلزلې وړاندوینه وکړي، خو د خبرداري ځيني سیسټمونه شته چې څو ثانیې مخکې خبرداری ورکوي.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې (USGS) د معلوماتو له مخې، زلزلې کېدای شي تر ۸۰۰ کیلومتره ژوروالی ولري. سرچینه زیاتوي د زلزلې شدت د زلزلې له سرچینې څخه د واټن په زیاتېدو سره کمېږي.
ډاکټر ذکریا شنيزی هم وایي: «هر څومره چې زلزله کمه ژوره وي، په هماغه اندازه یې تلفات زیات وي، په کمه ژوروالي د زلزلې قوت ژر د ځمکې سر ته رسېږي، او کومه زلزله چې ډېره ژوره وي، قوت یې د ځمکې په طبقاتو کې جذبېږي او د ځمکې پر سر ډېر تلفات نه اړوي، همدارنګه په افغانستان کې غرونه، د غرونو ډډو کې کورونه جوړولو هم د زلزلې په تلفاتو کې تاثیر لري؛ ځکه چې په هغه ډول حالاتو کې ځمکې ښویېږي او یا هم ډبرې رالوېږي، دا په خپله د کورونو د تخریب او د تلفاتو ډېرېدو لامل کېږي.»
نوموړي دغه راز وویل، په زلزله کې خام کورونه او یا هم غیرمعیاري جوړ شوي کورونه د پخو کورونو په پرتله ژر نړېږي؛ ځکه جوړښت یې ناسم او کارول شوي مواد یې معیاري نه وي.
شنیزی زیاتوي: «دا چې د کونړ زلزله ولې د نورو زلزلو په پرتله ډېر مرګونې وه، لومړی خو په کم عمق کې واقع شوه، لس کیلومتره ژورالی یې و، بل هلته په سیمه کې ډېری کورونه غیرمعیاري او خام جوړ شوي وو، بل سیمه غرنۍ وه، په ځینو سیمو کې د غره ښویېدنه هم رامنځته شوې ده، بل کورونه سر په سر [د غرو لمنو کې] جوړ شوي او کله یې چې یو ونړېږي، طبعاً په نورو هم اغېز کوي او یو په بل پسې نړېږي.»
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رييس حافظ محمدیوسف حماد وايي، په کونړ کې له زلزلهځپلو سیمو بېلابېلو کورنیو او بهرنیو تخنیکي کسانو ليدنه کړې او تر اوسه یې هم څېړنې روانې دي.
خو هغه هم وایي، لومړي لامل چې په دغه ولایت کې زلزله مرګونې شوه، غیرمعیاري کورونه او د عامه پوهای نشتون و.
حللارې
د ځمکپېژندنې پوه، ډاکټر ذکریا شنيزی وایي چې په افغانستان کې د ډېرو خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، له همدې امله نه شي کولای کانکرېټي کورونه جوړ کړي. د ده په وینا، که خلک خام کورونه هم جوړوي نو باید درانه نه وي، د کور په جوړښت کې لرګي له یو بل سره وصل کړي او په هواره ځمکه کورونه جوړ کړي، څو د زلزلې پر وړاندې مقاوم وي.
ستانکزی وایي، خلک باید پر دې وپوهول شي چې کله کورونه جوړوي سم موقعیت انتخاب کړي او تل چمتووالی ولري چې وخت ناوخت په افغانستان کې زلزلې کېږي او د ژوند چارې ورسره عیارې کړي.
دی دغه راز زیاتوي، افغانستان د زلزلې له پلوه ډېره فعاله سیمه ده او هر وخت د زلزلو پېښېدو امکان پهکې شته.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رييس حافظ محمدیوسف حماد وویل: «زموږ ادارې تر دې مخکې او اوس کلي په کلي، ولسوالۍ پر ولسوالۍ ټیمونه استولي چې د زلزلې په اړه، د سېلاب په اړه او نورو طبیعي پېښو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، متاسفانه د خلکو غفلت دی چې غوږ یې ورته نه دی نیولی، خو متاسفانه چې بیا دغسې پېښې رامنځته شي، خلکو ته بیا دغسې تلفات اړوي.»
د حماد د څرګندونو له مخې، یاده اداره په پام کې لري چې د طبیعي پېښو په اړه خلکو ته عامه پوهای نور هم زیات کړي.
دی دغهراز وایي چې اوس مهال په زلزلهځپلو سیمو کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او اړوندو موسسو له خوا د کورونو جوړولو لپاره سروې روانه ده او خلکو ته د ودانیزو اصولو په پام کې نیولو سره کورونه جوړېږي.
هغه زیاتوي چې اوس مهال یادې ادارې اووه زره کورونه ثبت کړي چې په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي، خو دا به له سروې وروسته معلومه شي چې څومره کورونه له سره جوړول غواړي او څومره یې بیارغول کېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغې ادارې له طبیعي پېښو د مخنیوي په موخه د هېواد په کچه ۶۵۰۰ زیانمونکې سیمې هم په نښه کړې دي چې هلته به ځینې د پلونو او استنادي دېوالونو جوړولو وقایوي پروژې پلې کړي.
حماد وایي، له زلزلهځپلو سره د مرستو د وېش، راټولولو او تنظیم په موخه بېلابېلې کمېټې جوړې شوې او په کور دننه خلکو او بنسټونو او نړۍوالو مرستې وکړې خو کره اندازه یې ځکه تر اوسه نشته چې دغه مرستې له بېلابېلو ادارو او کمېټو سره شوې او لا هم روانې دي.
په پکتیا او هرات کې مخکنۍ زلزلې
د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ میاشت کې د پکتیکا برمل، ګیان او زېړوک ولسوالۍ او د خوست سپیرې ولسوالۍ یوې زورورې زلزلې وځپلې چې له امله یې شاوخوا زر کسان ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا درې کسان ټپیان شول او دغې زلزلې شاوخوا لس زره کورونه په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ کړل.
د یادونې ده، د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې په هرات کې هم د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې درنه مرګژوبله او زیانونه واړول. هغه مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې د یادې زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې او ډېر زیانونه د هرات په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې رسېدلي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم ویجاړ شوي وو.
Views: 9