کندهار کې ځايي چارواکي وایي، د سپین‌بولدک – چمن دروازه کې د پاکستان له لوري د خنډونو جوړولو له امله دې غاړې ته زرګونه سوداګریز او نور موټر په انتظار ولاړ دي چې سوداګر او خلک یې له زیان او ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو امر حافظ حقمل وایي چې پاکستان لوری وخت ناوخت د سوداګریزو موټرو او خلکو د تګ راتګ پر وړاندې خنډونه او پلمې جوړوي.

هغه وویل: «پاکستان لوری اکثره وخت بېلابېلې پلمې جوړوي او لاره بندوي؛ پخوا به یې د ورځې سلګونه خالي موټر پرېښودل، خو اوس یوازې له دېرش تر څلوېښتو پورې موټر پرېږدي، په همدې خاطر نږدې اتلس زره موټر دلته بند پاتې دي او زرګونه کسان یې له ستونزو سره مخ کړي دي.»

د هغه په خبره، که څه هم دا ستونزه په لوړه کچه د دواړو لورو ترمنځ مطرح شوې خو لا هم حل‌لاره نه ورته پیدا شوې.

خو حقل زیاته کړه، پر دروازه د پاسپورټ‌لرونکو پلیو کسانو لپاره ستونزه نشته؛ هغوی په عادي ډول تګ راتګ کولای شي.

احمدشاه یو له هغوی افغان سوداګرو دی چې بار موټر یې پاکستان ته د تګ په انتظار ولاړ دی.

هغه وویل: «پخوا به د ورځې په اوسط ډول ۱۲۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه، بارونه پر وخت را رسېدل، کاروبار مو ښه روان و، خو اوس پاکستان زموږ موټر ډېر ځنډوي، نه بار پرېږدي او نه خالي موټر، په دې ډول سره مو سوداګري ته زیان رسېدلی دی.»

یو بل سوداګر محمد انور هم وايي، د افغانستان لوري کې هيڅ خنډ نشته، ټولې ستونزې د پاکستان لوري جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «له افغان لوري هيڅکله خنډ نه دی لیدل شوی، خو پاکستان لوری موټر د ورځو ورځو لپاره دروي، له دې امله زموږ بار یا خرابېږي، یا یې بیې لوړېږي چې دا نه یوازې زموږ، بلکي د عامو خلکو هم زیان دی.»

یو موټرچلوونکی شریف‌الله وایي چې پخوا به تر زر ډېر موټر د ورځې تېرېدل، خو اوس یوازې تر پنځوسو موټرو پرېښودل کېږي.

هغه وویل: «موږ له دې امله لوی تاوان وینو؛ ځکه موټر مو هم بند پاتې کېږي او بار مو هم خرابېږي.»

رحمت‌الله بل موټرچلوونکی دی او وایي: «موږ په دروازه کې انتظار کوو خو پاکستاني لوری اجازه نه راکوي، پنځه ورځې کېږي چې دلته ولاړ یم، د بار پر ځای اوس یوازې لګښتونه پر موږ بارېږي، دغه حالت د موټرچلوونکو زغم ختم کړی دی.»

ځيني کډوال هم بیا له دغو ستونزو سر ټکوي او وایي چې د پاکستان له لوري د دغو محدودیتونو له امله کرایې هم لوړې شوې دي او له هغې خوا موټروانان زړه نه ښه کوي چې د افغانانان کډې راوړي.

یوه کډوال عبدالولي وويل: «پخوا به یو موټر په سل زره پاکستانۍ کلدارو کډه راوړه، خو اوس دوه سوه زره کلدارې یا تر دې هم ډېرې اخلي؛ ځکه ډېری موټرچلوونکي وايي چې د افغانستان لوري ته بند پاتې کېږي او بیا زیان ویني.»

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، د سوداګرۍ ځنډ د دواړو هېوادونو لپاره زیان لري خو ډېری وخت ستونزې د پاکستان لوري له خوا رامنځته کېږي.

هغه وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې دا ستونزه دایمي حل شي، پاکستاني لوری باید په دې برخه کې جدي ګام واخلي؛ ځکه د هر ځل لارې تړل یا ځنډ دواړو لورو ته زیان رسوي.»

د سپین بولدک – چمن دروازه پر ډیورنډ کرښه نه یوازې د سوداګرۍ، بلکې د خلکو د تګ راتګ ستره لاره ده.

Views: 2

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi