د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تېره شپه پاکستان د سریلانکا لوبډلې ته ماته ورکړه او نن د بنګلهدېش او هند ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د دغو سیالیو څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تېره شپه د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
په دې لوبه کې د سریلانکا لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې وکړې.
پاکستان لوبډلې ورکړل شوی هدف په اتلسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پنځو وېکټو په توپیر یې سریلانکا ته ماته ورکړه.
همدارنګه د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې به نن د هند او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.
د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاوریزو سیالیو له ۹م سپټمبر راهیسې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې پهکې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه اخیستې، او د دغه سیالیو پای لوبه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.
Views: 6