د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه سازمان په اتیایمه عمومي غونډه کې «د غزې تړانګه کې د نسلوژنې د جنایت د سزا او مخنیوي کنوانسیون» د سمدستي پلي کېدو غوښتنه وکړه او د هېوادونو استازو هم په غزه کې د جګړې پر ژر پای ته رسېدو ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع اتیایمه غونډه پرون (سهشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) د دغه سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په وینا او د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د پرانیستې په وینا کې د نړۍ روانو جګړو او کړکېچونو ته په اشاره وویل: «موږ د بېساري او بېپایه بشري کړاو دور ته دننه شوي یو.»
هغه د هېوادونو استازو ته په خطاب وویل: «شاوخوا ته وګورئ، هغه اصول چې ملګري ملتونه پرې جوړ شوي، اوس تر برید لاندې دي، غوږ ونیسئ! د سولې او پرمختګ ستنې تر معافیت، نابرابرۍ او بېپروايۍ لاندې د لهمنځه تلو په حال کې دي. خپلواک هېوادونه تر یرغل لاندې راغلي، لوږه په وسله بدله شوې ده، حقیقت چوپ شوی دی.»
ګوټرېش د غزې، سوډان او اوکراین جګړو ته په اشاره وویل چې دا جګړې «په وحشتناک ډول دوام لري.»
هغه زیاته کړه، په غزه کې نږدې درې کاله کېږي دغه وحشتونه دوام لري او په کومو کلونو کې چې دی د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي په توګه دنده ترسره کوي، د وژنو او ویجاړیو کچه د بلې هرې نښتې په پرتله لوړه شوې ده.
هغه ویلي چې هيڅ څه هم د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې بریدونه نشي توجیه کولای او دغهراز هيڅ څه هم «د فلسطیني ولس ګډه سزا او د غزې سیسټماتیکه ویجاړي نشي توجیه کولای.»
ګوټرېش زیاته کړه: «موږ پوهېږو چې څه ته اړتیا ده، دایمي اوربند، همدا اوس، د ټولو بندیانو ازادي، همدا اوس، بشپړ بشري لاسرسی همدا اوس.»
هغه ټینګار وکړ: «موږ باید د منځني ختیځ د سولې لپاره له یوازېني دایمي حل؛ یعنې د دوو دولتونو له حللارې لاس وانخلو؛ لکه څنګه چې پرون په څرګندو ټکو پرې ټینګار وشو.»
انټونیو ګوټرېش د «د غزې په تړانګه کې د نسلوژنې د جنایت د سزا او مخنیوي کنوانسیون» د نړۍوالې محکمې د پرېکړو د سمدستي او بشپړ پلي کېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي دغهراز وویل، نورې جګړې او شخړې لکه په اوکراین، سوډان، میانمار او هایتي کې باید د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو قوانینو پر بنسټ حل شي. هغه د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د ګډوډۍ او جګړې پر ځای همکاري، سوله او قانونمندي غوره کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په عمومي غونډه کې «د غزې د ورځني ژوند» انځورونه ښکاره کړل؛ ښځې چې د خوړو ترلاسه کولو لپاره سطلونو او لوښو سره په کتار کې ولاړې وې او یو ماشوم چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی.
اردوغان ویلي: «څه ډول انساني وجدان کولی شي دغه حالت وزغمي او څنګه کېدای شي د دې ډول صحنو پر وړاندې چوپ پاتې شو.»
هغه د اسرائیلو کړنې له کنټروله وتلې وبللې او دغه حالت یې د بشریت یوه له تیارو شېبو یاده کړه.
د ترکیې ولسمشر اردوغان دغهراز پر قطر د اسرائیلو برید ته اشاره کړې ویلي یې دي چې دغه کار د دې څرګندونه کوي چې د اسرائیلو مشرتابه اوس «په بشپړ ډول له کنټروله وتلی دی.»
هغه زیاته کړه چې اسرائیل پر سوریې، ایران، یمن او لبنان باندې پر بریدونو سره د سیمې سوله له سخت ګواښ سره مخ کوي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکه راسموسن هم له دې امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه چې د اروپايي ټولنې له لوري د اوربند همغږی شوی پرېکړهلیک د ټولو ۱۵ غړو ملاتړ ترلاسه نه کړ.
هغه وویل، شورا باید وکولای شي څو له اسرائیلو وغواړي چې خپله تګلاره بدله کړي او په غزه کې جګړه ودروي او ټینګار یې وکړ: «د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره د سیاسي اختلافاتو پرېښودل باید تر ټولو وړوکی کار وي چې کولای شو ترسره یې کړو.»
د فلسطین دایمي استازي ویلي: «په غزه کې د نسلوژنې پای ته رسول په مطلق لومړیتوب کې دي او په هغه کې هیڅ ځنډ د زغملو نه دی… یوازې یو بېړنی اوربند کولای شي خلک وژغوري.»
هغه زیاته کړه: «فلسطینیان هم انسانان دي» او د هغوی پر حقونو، ژوند او کرامت یې ټینګار وکړ. هغه د پرېکنده اقدام لپاره د شورا د «مقدسې وظیفې» د برجسته کولو ترڅنګ، د شورا له ۱۴ غړو چې له قید او شرط پرته یې د سملاسي اوربند د وېتو شوي پرېکړهلیک ملاتړ وکړ، مننه کړه.
امریکا په غزه کې د سملاسي او دایمې اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک مسوده وېټو کړې ده.
د قطر د نړۍوالو همکاریو چارو کې د دولت وزیره مریم بنت علي بین ناصر ویلي چې له مصر او متحده ایالتونو سره د هېواد ډیپلوماتیکې هڅې یې په دوحه کې د استوګنې پر یوه کور د اسرائیل د برید له امله ودرېدې؛ هغه برید چې د قطر یو ۲۲ کلن افسر پهکې ووژل شو او نور یې ټپیان کړل.
د فرانسې استازي د دې په ویلو چې ولسمشر امانويل مکرون پرون د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده، د نیویارک اعلامیه یې «د راتلونکې لار نقشه» وبلله او د فلسطیني ادارې تر سرپرستۍ لاندې او له حماس پرته یې په غزه کې د یوې انتقالي ادارې جوړولو غوښتنه وکړه.
هغه ویلي چې فرانسه او اروپايي شریکان، په یوه نړۍوال ماموریت کې د مشارکت له لارې چې شورا په مناسب وخت کې پرېکړه وکړي، مرستې ته چمتو دي.
د سعودي عربستان او کويټ په ګډون د سیمو نورو هېوادونو د شخړې د لا پراخېدو په اړه خپلې ژورې اندېښې څرګندې کړې دي.
خو د امریکا متحده ایالتونو ستازي ویلي: «له بده مرغه پر دې موضوع د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې تر اوسه د شورا د له ۸۰ د ډېرو ناستو اصلي نتیجه د حماس پیاوړي کول او د زندانیانو د خوشي کولو او جګړې پای ته رسولو لپاره د خبرو کمزوري وه، څو چې حماس شته، په منځني ختیځ کې به سوله نه وي.»
هغه ویلي چې جګړه باید پای ته ورسېږي څو نړۍواله ټولنه وکولای شي د یوې نوې غزې پر جوړولو تمرکز وکړي چې سوله او یووالی رامنځته کړي او تروريزم او تاوتریخوالی رد کړي.
د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې ویلي چې په غزه کې جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي.
خو هغه د نړۍ د ځینو هېوادونو له لوري د فلسطین پر رسمیت پېژندل د حماس لپاره یو امتیاز بللی دی.
هغه ویلي چې د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره یې هڅه کړې، خو ادعا یې وکړه چې حماس تل د سولې لپاره معقول وړاندیز رد کړی دی.
په وروستیو دوو ورځو کې د برېتانیا، فرانسې، اسټرالیا، کاناډا، برتګال، لوکزامبورګ او مالت هېوادونو په ګډون د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو هم د دوو دولتونو د طرحې د ملاتړ لپاره د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی او دا یې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د دوامداره سولې د تامین یوازېنۍ لاره بللې ده.
Views: 6