بلجیم کې افغان کډوالو ته د حقونو غوښتنه

سپتمبر 23, 2025

په بلجیم د انتورپین ښار کې د افغانانو د نړیوالې شورا په نوښت د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه یوه احتجاجي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې ګډونوالو د افغان کډوالو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې د هغوی دوسیې باید د نړیوالو اصولو او انساني حقونو په رڼا کې په بشپړ شفافیت او دقت سره وڅېړل شي.

د غونډې په ترڅ کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د راتلونکي د خوندې کولو غوښتنه هم وشوه.

بشپړ راپور د وصال ټلویزیون له یوتیوب چینل کتلی شئ.

#افغان_کډوال #بلجیم #انتورپین #انساني_حقونه #دکډوالو_ملاتړ #افغانانو_احتجاج #پناهجویان_افغان  

Views: 2