د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو په پیلېدو سره تېره شپه بنګلهدېش سریلانکا ته ماته ورکړه او نن د هند او پاکستان ترمنځ مهمه او حساسه لوبه ترسره کېږي.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د دغو سیالیو څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تېره شپه د بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
په دې لوبه کې د سریلانکا لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې وکړې.
بنګلهدېش لوبډلې ورکړل شوی هدف په شلم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د څلورو وېکټو په توپیر یې سریلانکا ته ماته ورکړه.
همدارنګه د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې به نن د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.
د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاوریزو سیالیو له ۹م سپټمبر راهیسې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې پهکې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه اخیستې، او د دغه سیالیو پای لوبه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.
Views: 6