د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مالدیف ته لس پر یو ستره ماته ورکړه.
د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي نن مازدیګر (شنبه) د میانمار په کوربهتوب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام مقدماتي سیالیو په لړ کې د مالدیف پر وړاندې ولوبېدل او په پای کې یې مالدیف ته ۱۰ پر ۱ ماته ورکړه.
په دې لوبه کې د افغانستان له لوري اکبر کاظمي، محمد مرادي، سید حسین موسوي، فرزاد محمودي، حمیدرضا حسيني، علي امیري، رضا حسینپور او عباس حیدري ګولونه ووهل.
د یادونې ده، د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړي په دې سیالیو کې په H ګروپ کې د مالدیف او میانمار له ټیمونو سره یوځای دي او ټاکل شوې چې خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د میانمار پر وړاندې ترسره کړي.
Views: 1