بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په دوو ځانمرګو بریدونو او نورو امنیتي پېښو کې نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنیو د تلې په ۷مه خبر ورکړ چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې یوه جومات ته څېرمه – چې د میلادالبني مراسم نیول شوي وو- نن له غرمې مخکې ځانمرګی برید وشو.
د سیمې روغتیايي مسوول ډاکټر رشید محمدزي ویلي، د دغه ځانمرګي برید له امله ۵۷ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
د مستونګ سیمې د پولیسو مشر شعیب مسعود بيبيسي ته ویلي: «لومړني شواهد ښيي چې چاودنه احتمالاً د یوه ځانمرګي برید له کبله شوې، په ظاهره یې هدف د خلکو همدا [د میلادالنبیي مراسمو] ګڼه ګوڼه وه.»
ویل کېږي چې په وژل شوو او ټپیانو کې د پولیسو افسران هم شامل دي.
تر اوسه کومې ډلې د یادې چاودنې مسوولیت نه دی منلی او تحریک طالبان پاکستان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی په دې چاودنه کې لاس نه لري.
د راپورونو له مخې، روانه میاشت په یاده سېمه کې په یوه بمي چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام د یوه مشر حافظ حمدالله په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.
بلخوا د خيبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې هم په یو جومات کې د ځانمرګي برید له امله پنځه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د هنګو مرستیال کمېشنر فضلاکبر د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي چې د جمعې په ورځ د دوابه ټاڼې په ساحه کې دوه ځانمرګي بریدګر یوه جومات ته ننوتل چې یو یې د پولیسو له خوا ووژل شو او بل یې ځان ته چاودنه ورکړه.
بلخوا د پاکستان پوځ ویلي چې د بلوچستان په ژوب سیمه کې د یوې نښتې پر مهال د ټيټيپي درې وسلهوال او د پوځ څلور سرتېري وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د پښتونخوا په کورمه کې د یوې نښتې پر مهال یو امنیتي سرتېری وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د میلادنبي صلیالله علیه وسلم لمانځنې مراسمو او جمعې په لمانځه کې وروستي بریدونه غندلي دي.
Views: 22