د بهرنیو چار وزارت ویاند وايي چې په افغانستان کې زنداني شوې برېټانوۍ جوړه پيټر او باربي رېنولډز یې خوشي کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغو دوو برېټانیوي وګړو د افغانستان قوانین نقض کړي وو او له قضايي طی مراحلو وروسته له زندانه خوشي شول.
نوموړي څرګنده کړې چې د بندیانو موضوع باید سیاسي نهشي او افغانان هم چې هر ځای کې دي، باید د کنسولي خدمتونو زمینه ورته برابره شي.
بلخي د دې برېټانوۍ جوړې د خوشي کېدو په برخه کې د قطر له هڅو مننه کړې ده.
نوموړي څرګنده کړې: «په دې برخه د ورور هېواد قطر له صادقانه هڅو او منځګړيتوب څخه مننه کوو چې پلاوی یې د برېټانيا د ځانګړي استازي رېچارد لينډسي سره يو ځای افغانستان ته راغلی و او برېټانوي اتباع ورته وسپارل شول.»
د یادونې ده، پيټر رېنولډز او مېرمن یې باربي رېنولډز د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پرمهال نیول شوي وو.
Views: 7