د راپورونو له مخې، امریکا په غزه کې د اروبند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړهلیک مسوده ویټو کړې ده.
په دغه پریکړهلیک کې په غزه کې له هېڅ کوم قید او شرط پرته د فوري اوربند او دې سیمې ته د بشري مرستو پر لېږد د اسرائیلو د ټولو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه شوې وه.
د یاد پریکړهلیک مسوده د امنیت شورا د ۱۵ غړو له ډلې د لس ټاکل شوو غړو له لوري چمتو شوې وه چې په پای کې ۱۴ موافقې رایې ترلاسه کړې خو امریکا رد کړه.
د راپور له مخې، د دې مسودې په اړه رایهاچونه د پنجشنبې په شپه ترسره شوه.
ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک سفیرې کریستینا مارکوس لاسن له رایېاچونې مخکې شورا ته ویلي: «په غزه کې قحطي تایید شوې- نه اټکل شوې او نه هم اعلان شوې، بلکې تایید شوې ده.»
نوموړې څرګنده کړې: «په همدې حال، اسرائیلو په غزه کې خپل پوځي عملیات پراخه کړي او د ملکي کسانو درد او رنځ یې لا پسې ډېر کړی دی. په پایله کې، دا یو ناورین، انساني او بشري ماته ده چې موږ یې ننني اقدام ته اړ کړو.»
د یادونې ده، دا په وروستیو دوو کلونو کې شپږم ځل چې امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په غزه کې د اوربند پریکړهلیک ویټو کوي.
Views: 6