د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، حکومت یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام هوایي اډه بېرته ونیسي.
ټرمپ دا څرګندنې بریتانیا ته د سفر پر مهال له لومړي وزیر کییر سټارمر سره په ګډه خبري ناسته کې کړې دي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ ویلي:«په هر حال، موږ کوښښ کوو چې بیا بګرام تر لاسه کړو. دا به یو عاجل خبر وي… ځکه هغوی [طالبان] له موږ څخه شیان غواړي، موږ دا اډه بېرته غواړو.»
نوموړي یو ځل بیا ويلي چې دا اډه له چین څخه، چېرته چې اټومي وسلې جوړېږي، یوازې یو ساعت لېرې ده. امریکایي ولسمشر له دېوړاندې هم ویلي وو چې بګرام هوایي اډه چین ته نه شي پرېښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي ویاند، ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون ویلي و چې افغانستان یوازاد هیواد دی، مستقل هیواد دی، د هیڅ هیواد سره هم داسې تعامل نه کوي چې خپله خاوره دې د هغوی په اختیار کې ورکړي.
د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لوی پوځي مرکز و.
Views: 14