د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو نږدې ۷۰۰ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې روانه اونۍ ۶۹۴ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر پنځو ورځو په بند کې وو چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
Views: 1