د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې جګړې، اقلیمي پېښې او د نړۍوالو مرستو کمېدل د نړۍ یو شمېر تر ټولو اړمن خلک له سختې لوږې سره مخ کړي؛ هغه ناورین چې په افغانستان کې هم څرګند دی، چېرې چې د مرستو ترلاسهکوونکو شمېر له لس میلیونه شاوخوا یونیم میلیون ته راټیټ کړای شوی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) اجرائیوي مرستیال کارل سکاو له اسوشیټېډ پرېس سره په خبرو کې د یاد مطلب د بیان ترڅنګ ویلي چې د اړتیاوو ډېرېدو او مالي سرچینو کمېدو له امله دغه بنسټ هڅه کوي چې له هر ډول ممکنې سپما کار واخلي، په هغو ټولنو کې چې مرسته ورسره کوي، د ځان بسیا کېدو فرهنګ ته وده ورکړي او د اړتیاوو پوره کولو لپاره د مرستو نوو سرچینو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړې: «موږ یوازې په تېرو پنځو کلونو کې د اړتیاوو درې برابره ډېرېدو شاهد وو او سږ کال هم ډېر سخت تېر شو؛ هم د جګړو د ډېرېدو، هم د سختو اقلیمي پېښو له امله او سربېره پر دې اوس موږ له مالي ناورین سره مخ یو چې د خوړو نړۍوال پروګرام خپله شاوخوا ۴۰ سلنه بودجه له لاسه ورکړې ده.»
هغه دغهراز ویلي: «په افغانستان کې دوه کاله مخکې موږ له ۱۰ میلیون کسانو سره مرسته کوله، خو نن دغه شمېره شاوخوا ۱.۵ میلیونو ته راټیټه شوې او موږ مخکې له مخکې د خوراکي توکو د ذخیره کولو لپاره لازمې سرچینې نهلرو چې د ژمي پر مهال به ځینو سیمو کې د لاسرسي وړ نهوي.»
د هغه په وینا، په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې د خوارځواکۍ د پام وړ ډېروالی په ځانګړي توګه کوچنیو ماشومانو کې ثبت شوی دی.
Views: 1