د قطر لومړي وزیر په داسې حال کې له نړۍوالې ټولنې اسرائیلو ته «د ټولو کړو جرمونو سزا» د ورکړې غوښتنه کړې چې نن د عربي او اسلامي نړۍ بېړنۍ سرمشریزه د ایران او ترکیې د مشرانو په ګډون جوړېږي.
ټاکل شوې د عربي او اسلامي نړۍ بېړنۍ سرمشریزه چې د قطر په نوښت په دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو له بريد وروسته رابلل شوې، نن دوشنبې جوړه شي. د تېرې شنبې په ورځ اسرائیلو د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس پر مشرانو برید وکړ.
د بيبيسي د راپور له مخې، د قطر لومړي وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني تېره ورځ (د وږي ۲۳مه) د عربي او اسلامي نړۍ بېړنۍ سرمشریزې ته د چمتووالي په غونډه کې پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې “دوهګونی چلند” پای ته ورسوي او اسرائیلو ته “د ټولو کړو جرمونو سزا ورکړي.”
د قطر لومړي وزير ویلي: «د دې وخت رارسېدلی چې نړۍواله ټولنه دوهګونی چلند پرېږدي او اسرائیلو ته د ټولو کړو جرمونو سزا ورکړي. اسرائیل باید پوه شي چې زموږ له وروڼو، فلسطينيانو سره د دوی ويجاړوونکې جګړه کې به ـ چې موخه یې د دوی له خاورې ايستل دي – بريالي نه شي.»
په راپور کې راغلي چې د عربي او اسلامي نړۍ بېړنۍ سرمشریزه کې د عربي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او یو شمېر نور مشران او لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند مجید انصاري ويلي، د دوشنبې ورځې په غونډه کې به عرب او د اسلامي هېوادونو مشران پر قطر د اسرائيلو د بريد په اړه د پرېکړهلیک پر مسوده بيا غور وکړي.
Views: 8