پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې له وسلهوالو سره په نښتو کې ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو دفتر له قوله لیکلي چې د خیبر پښتونخوا په دوو سیمو کې له وسلهوالو سره په نښتو کې ۱۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې یادې نښتې د خیبر پښتونخوا د باجوړ او جنوبي وزیرستان اړوند سیمو کې شوې دي.
سرچینې ادعا کړې چې په دغو نښتو کې ۳۵ وسلهوال هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې زمري میاشتې په ۲۳مه هم په خیبر پښتونخوا کې د وسلهوالو په بریدونو کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي او پنځه نور ټيیان وو.
Views: 6