تاریخي څرکونه – د ګندمک تړون شرایط او پایلې

سپتمبر 10, 2025

په دې خپرونه کې د افغانستان د تاریخ له یوه ډېر مهم فصل، د ګندمک تړون او د هغه پایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شوي دي.

خپرونه د نولسمې پېړۍ د سترې لوبې (Great Game) له سیاسي شالید څخه پیل کېږي؛ د امیر شېرعلي خان د وخت کړکېچونه، د یعقوب خان کمزوري، د ګندمک تړون د مادو تفصیلي تشریح، د قبایلي خلکو مقاومت، د ایوب خان د میوند جګړه او د عبدالرحمن د واکمنۍ پر مهال د دې تړون د اغېزو دوام تر ژورې څېړنې لاندې نیول شوي دي.

دغه خپرونه نه یوازې د یو تړون د لاسلیک کیسه بیانوي، بلکې د افغانستان پر خپلواکۍ، ولسي مقاومت او د ډیورنډ کرښې پر غمیزه هم رڼا اچوي.

دغه معلوماتي خپرونه د وصال ټلوېزیون د یوټیوب چینل له لارې وګورئ.

Views: 2