د ملګري ملتونه وايي، د ځمکې د ټول جمعیت ۹۸ سلنه وګړي ککړه هوا تنفس کوي چې کال کې لږ تر لږه د ۶.۷ میلیون انسانانو د مړینې لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان تېره ورځ (جمعه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پيغام خپرولو سره لیکلي: «د هوا ککړتیا د سکته مغزي، د زړه او سږو ناروغیو، د سرطان د ناروغۍ او دغه راز د نورو ناروغیو خطر ډېروي او کال کې له ۶.۷ میلیون ډېرو انسانانو د ژر مړینې لامل کېږي.»

دغه بنسټ زیاته کړه، د نړۍ یوازې دوه سلنه نفوس پاکې هوا ته لاسرسی لري.

یاد بنسټ د «له موټر پرته نړۍ‌واله ورځ» په نوم یو هشتګ هم پوسټ کړی او ویلي یې دي چې لا هم د اقلیمي اقداماتو فرصت شته.»

سرچینې زیاته کړې: «له موټر پرته نړۍ‌واله ورځ ښیي چې ښارونه پرته له موټره څه ډول لیدل کېدای او احساسېدای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو چاپېریال‌ساتنې پروګرام مسوولینو د چاپيریال‌ساتنې په نړې‌واله ورځ کې ویلي وو، په ټوله نړۍ کې هر کال له ۴۳۰ میلیون ټنه ډېر پلاستیک تولیدېږي چې یوازې یو ځل استعمال لپاره جوړ شوي دي.

 

Views: 12