د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه نن د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
کرکټ بورډ ویلي چې د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.
سرچینې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجې په کرکټ لوبغاړي کې ترسره کېږي.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱مه پیل شوې وې چې افغانستان او پاکستان د درې – درې لوبو په ګټلو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.
د یادونې ده، له دغو سیالیو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې چې د سمپټمبر په نهمه د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب پیلېږي، ګډون وکړي.
Views: 6