زموږ تر پښو لاندې ځمکه که موږ ته یو عادي اواره او ثابته سطحه ښکاري خو په حقیقت دا په حرکت یوه خاکي کُره ده. د ځمکې په اړه داسې فکر وکړﺉ لکه پوستکی، تر هغه لاندې غوښه او د غوښې لاندې زرګونه نورې برخې دي، چې راسپړل یې یوه نړۍ علم ته اړتیا ده.
د ځمکی د پوستکي ډبلوالی په وچه کې له دېرشو څخه تر څلویښتو کیلومیتر پورې رسېږي خو د همدی پوستکي ډبلوالی، په سمندرنو کې تر سلو کیلومترو اوړي. کله چې په یوه سیمه کې زلزله پيښیږي، د تخصص او څیړنو له مخې باید ووایم ورپسی پرله پسی زلزلې راځی چې د لومړی زلزلې ځینې وخت ډیرې قوی وي چې دا وروستي شاکونه یا ټکانونه یې کیدای شي تر دو درې اونۍ حتی ډیر وخت پورې دوام وکړي.
د میتافزیک له مخې وروسته له «شاک» یا ټکان څخه څه پېښېږي؟
تر هرې زلزلې وروسته، ځمکه کې ټوله شوی انرژي لاهم خوشې کیږي مګر د هغې اندازه په تدریجي ډول یا کمیږي یا زیاتیږې .دا کمزورې زلزلې یا قوې زلزلې د افټرشاک یا وروستي ټکان په نوم یادیږي. دا زلزلې معمولا تر اصلي زلزلې کوچنۍ وي خو وروستي ټکانونه ځینې وخت ډېر قوی او ډیر تلفات راوړلی شی او په اصلي زلزله کې زیانمن شوي جوړښتونو ته ډیر زیان ورسوي.
د زلزلې وروسته ټکانونه کېدای شي تر ډېر وخت پورې دوام وکړي نو په کار ده چې د زلزلې وروسته خلکو ته په دی اړه لازم مالومات د متخصصو اشخاصو په واسط ورکړل شي او هغوی ته لار ښوونه وشي چې د زلزلې وروسته لا هم خوندی ځایونو کې پاتې شی.
لکه څنګه چې په ۲.۱۴کال کې زموږ د هیواد د بدخشان ولایت د اب باریک په سیمه کې عمودی زلزله وشوه نو دخوا او شاه سیمو او حتی د ژغورنې ټیمونه چې مسلکې خلک نه وو د هغوې مرستې ته ورغله خو متاسفانه چې د دویم شاک سره هر څه د انسانانونو په شمول تر ننه د تر خاور لاندی پټ او خاموشه کړ.

نن ساینسپوهان او څېړونکي په دې حقیقت پوه شوي چې د دې پراخ او ستر عالم هر څه د ځانګړو قوانینو له مخې ترسره کېږي. که دا د جامداتو پیدایښت وي، که د مایعاتو او ګازونو رامنځته کېدل او که د نورو شیانو جوړښت ــ ټول د ځانګړو اصولو پر بنسټ منځته راځي. د عناصرو ترکیب، جوړښت، حرکت او ساکنوالی هر څه د یو منظم نظام له مخې ترسره کېږي. ساینس نن دا خبره کوي چې د ټولو هغو پرلهپسې او مسلسل تحولاتو، چې هره شیبه د ځمکې پر مخ او د هغې په سینې کې رامنځته کېږي، یو ټاکلی مسیر شته او هره پېښه په خپل ټاکلي وخت کې منځته راځي.
میتافزیک څه شی دی؟
په حقیقت کې میتافزیک په عمومي توګه هغه علم ته ویل کېږي چې د فزیک څخه هاخوا مانا لري. یعنې هغه څه څېړي چې ساینس یې په بشپړه توګه نه شي درک کولی او په فزیکي بڼه د تحلیل وړ نه وي. میتا فزیک یې را سپړې تحلیل یې کوي او د اثبات تر حد یې رسوي، په حقیقت کې دا لاره په روښانه توګه د بشري ځواک بشپړتیا بیانوي. مابعد الطبیعات او هغه قوانین چې کائنات اداره کوي.
زلزلې په دوه برخو وېشل کېږي، هغه زلزلې چې په سمندرونو او بحرونو کې پېښېږي او هغه زلزلې چې په وچه کې رامنځته کېږي.

پخوا لومړې ساینسی نظریه او تحلیل دا و چې ځمکه په ګرځنده تختو پرته او تختو د ټکر په صورت کې په بحرو سمندرو او وچو کې زلزله راځی چې دا نظره اوس ډېرکمزوری او ملاتړ نه لري.
اوس نوې څیړنه وايي په سمندرو که زلزلې د سپوږمۍ دمد او جزر په نتیجه کې رامینځته کیږې دا په دې معنې چې کله سپوږمۍ د خپل دورانې حرکت کې ځمکه ته نږدی شی په میلون هاو تڼه اوبه ځانته راکاږې چې دې ته مد وایی کله چې سپوږمۍ بیرته له ځمکې لری کیږی د سپوږمې ګراویتې یا د جذابې قوه اوبه نه شی ساتلې او اوبه بیرته خپل اصلې میسر ته تګ کوي او دی حالت جزروایی چې دلته لویې لویې زلزلې او سونامې رامینځته کوی او ډیر ستر مالې او ځانی تلفات له ځانه سره راوړی. ولی چې د طبیعت د قانون له مخې سپوږمۍ ګرویتی یا جاذبه د اوبو د جذب قوت لری لکه مقناطیس چې اوسپنه جذبوی.
په وچه کې زلزلې څنګه رامنځته کېږي او څو ډولونه لري؟
د ځمکې زلزلې په دوه ډوله وېشل کېږي، یوه افقي زلزله ده دا هغه وخت پېښېږي چې د ځمکې تختې د قوي فشار یا ټېل وهلو له امله ښويېږي. دا ډول زلزله د څیزونو په افقي توګه د خوځېدو سبب ګرځي او دویم ډول یې عمودي زلزله چې دا په خپل ذات کې ډېره خطرناکه ده، ځکه ودانیو ته ټال ورکوي او د عمودي کشش له امله د ځمکې د درزونو او شکېدو لامل کېږي.

لومړۍ نظریه دا وه چې ځمکه د تختو پر سر پرته ده، او د دغو تختو د ټکر په پایله کې انرژي خوشې کېږي او زلزله منځته راځي. خو دا نظر اوس دومره د ساینس له لوري ملاتړ نه لري. ننني څېړنې وایي چې په وچه کې زلزلې د ځمکې په تل کې د ذوب شوو مګما د انرژي د خوشې کېدو په نتیجه کې رامنځته کېږي.
دلته یو متضاد حالت هم مطرح کېږي. د سپوږمۍ پر ځای ځمکه د خپل دوراني حرکت په ترڅ کې تر یوې کچې لمر ته نږدې کېږي. د طبیعت د قانون له مخې، لمر د مایع مګما د جذب ځانګړتیا لري. په هره سیمه کې چې مګما ذوب وي، د لمر جاذبه هڅه کوي دغه مګما ځان ته راکاږي. ځکه چې یورانیم او مایع ګازونه په خپله د لمر د سون مواد دي.
کله چې ځمکه خپل دوراني حرکت بشپړ کړي او بېرته له لمریز مرکز څخه واټن زیات کړي، د لمر د جذب قوه کمزورې شي. په همدې وخت کې راکش شوی مګما په شدیده کچه بېرته د ځمکې تل ته ورستنېږي او د څو کیلومتره په ثانیه سرعت سره د ځمکې تل ته لوېږي. طبعاً په دې حالت کې ستره اندازه انرژي خوشې کېږي چې د زلزلو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
که د زلزلې انرژي د اټومي بمونو له انرژۍ سره پرتله شي، نو د ۷ درجې زلزله شاوخوا د ۲۰۰ ټنه TNT معادل انرژي خوشې کوي. ۸ درجې زلزلهبیا د ۷ درجې په پرتله شاوخوا ۳۲ ځله زیاته انرژي لري. د هیروشیما د اټومي بم چاودنه یوازې د ۵ درجې زلزلې له انرژۍ سره برابره وه.
د زلزلې څپې د ځمکې له ژورو برخو راوزي او په پراخه سیمه خپرېږي، خو د بم څپې محلي وي او یوازې په یوه ځای کې اغېزه کوي. سربېره پر دې، زلزله پرلهپسې څپې لري، په داسې حال کې چې اټومي بم یوازې یوه وژونکې څپه رامنځته کوي. همدارنګه، زلزله د اوږدمهالو روغتیایي ستونزو سبب نه ګرځي، خو د اټومي چاودنو په صورت کې د تابکارو موادو خپرېدل هم د انسانانو پر روغتیا او هم پر چاپېریال اوږدمهاله او ژور منفي اغېز کوي. دا انرژي، ځکه چې د ځمکې د ژورو (جوف) څخه راوتلې ده، په وقفهيي بڼه د ځمکې سطحې ته خپرېږي او څو پرلهپسې زلزلې منځته راولي.

زموږ د بحث اصلي موضوع د ساینس له نظره د زلزلې د علتونو څېړنه وه، خو کله چې قران کریم د تسخیر خبره کوي، یوازې د ځمکې په اړه نه وي، بلکې د اسمانونو د تسخیر یادونه هم کوي. دا د ژور فکر او راز خبره ده چې قران کریم موږ ته بیان کړې ده، د ځمکې او اسمانونو د تسخیر په موضوعکې جالبه دا ده چې قران کریم تل د اسمانونو د تسخیر یادونه لومړی کوي او وروسته د ځمکې په اړه بحث راوړي.
تاسو وګورئ، تل الله تعالی ځان ربّ السموات یادوي او بیا وايي والارض. یعنې تل د اسمانونو ذکر مخکې او د ځمکې د خاورینې کرې یادونه وروسته کېږي. نننی علم هم ورته اشاره لري. علما وایي، د زلزلې په اړه هغه سپړنې چې د ساینس په رڼا کې تر لاسه شوې دي، څرګندوي چې د زلزلې فزیکي او میتافزیکي لاملونه لومړی په اسمان کې څرګندېږي او وروسته په ځمکه کې ترسره کېږي. په بل عبارت، هره پېښه چې په ځمکه کې منځته راځي، رېښه یې تر ټولو لومړی په اسمانونو کې پېښېږي.
کله چې سماوي اجرام او ځینې ستوري، لکه سپوږمۍ، د ځمکې مدار ته نږدې شي، د خپل وضعي یا انتقالې حرکت له مخې ځانګړي میتافزیکي اغېز لري. الله تعالی سپوږمۍ ته د جاذبې هغه قوه ورکړې چې د اوبو د جذب توان لري. د همدې قوې په وسیله، سپوږمۍ د سمندرونو په میلیاردونو ټنه اوبه ځان ته راکاږي. څو دقیقې وروسته، کله چې سپوږمۍ له ځمکې لرې کېږي، د جاذبې قوه یې د فاصلې له امله کمه شي، او نور د اوبو په ساتلو نه شي توانېدلی. په همدې وخت کې اوبه په شدیده توګه، په زرونو میله سرعت، بېرته د سمندر سطحې ته چې په زرګونو متره د ځمکې له سطحې ټیټه ده، ستنېږي او خپل اصلي مسیر ته حرکت کوي.
همدلته د لویو سمندري ویجاړوونکو طوفانونو، زلزلو او سونامیو لامل رامنځته کېږي. که څه هم سپوږمۍ د لمر د نظام په کچه یو کوچنی ستوری دی، خو کله چې د ځمکې مدار ته نږدې شي، دا پېښې منځته راوړي. له دې څخه څرګندېږي چې ټول هغه تحولات چې د ځمکې پر مخ ترسره کېږي، په اصل کې لومړی په اسمانونو کې پیلېږي.
همدارنګه، لمر د خپل هغه شدت له مخې چې طبیعت یې د لوی ذات په اراده ورکړی، د جاذبې د قوې پر بنسټ د ځمکې دننه میلیاردونه ټنه مایع مواد، چې د لوړې تودوخې له امله ذوب شوي وي، ځان ته راکاږي. د دې قوې په پایله کې د ځمکې په دننه کې ویبرېشن یا اهتزازات پیل کېږي او وروسته زلزله رامنځته کېږي.
د ناسا او د چین د سپوږمکيو د راپورونو له مخې، اټکل کېږي چې لمر به په راتلونکو لسو کلونو کې تر اوسه ډېر طوفاني وي او د اوزون د لویو لویو چاودنو شاهد به اوسو.
همدارنګه، یوې علمي څېړنې دا هم ښودلې چې په لمر کې د فزیکي او میتافزیکي بحرانونو پر مهال هغه وړانګې چې له لمره ځمکې ته رارسېږي، د انسانانو په روح او روان مستقیمه اغېزه کوي. انسانان په دې وخت کې ځانونه ناارامه احساسوي، وېره یې پر ذهن حاکمه وي او د سولې پر ځای د تاوتریخوالي او تشدد پر لور هڅول کېږي. لامل یې دا دی چې د دغو وړانګو زهري عناصر د انسان روح او روان ګډوډ او ناارامه کوي.
موږ او تاسې د تېرې څو لسیزو عیني شاهدان یو چې په هېوادونو کې جګړې پیل شوې، شر او ګډوډي رامنځته شوه، میلیونه انسانان ووژل شول او پراخ مهاجرتونه ترسره شول. دا ټول د انسان د ذهني ګډوډۍ محصول ګڼل کېږي.
د علمي څېړنو پر بنسټ، د انسان د مهاجرت حس د نورو حسي اړتیاوو په پرتله څو برابره پیاوړی دی. همدا څېړنې څرګندوي چې په اسمانونو کې شدیده پېښې د ځمکې پر مخ د انسانانو پر روح او روان مستقیم اغېز کوي. دا اغېز نه یوازې انسانان، بلکې حیوانات هم تر خپل تاثیر لاندې راولي.
یوه څېړنه ښيي چې په تېرو څو لسیزو کې د درندو حیواناتو، لکه زمرۍ، چلند نسبي ارام و؛ یعنې که وږي نه وای، بېوجې مرګونه یې نه کول او خپلمنځۍ جګړې یې هم ډېرې کمې ثبت شوې وې. خو په وروستیو کلونو کې د امازون په ځنګلونو کې د بېوجې ښکار پېښې او د حیواناتو ترمنځ ډلهیزې جګړې په کراتو ډېرې شوې دي. دا په دې مانا ده چې هغوی هم ځانونه ناارامه احساسوي. دا پدیده د پورته څېړنو پایله تائیدوي نو، په خواشینۍ سره باید ووایو چې راتلونکي کلونه ښایي د ځمکې پر سر د سختو زلزلو او جګړو شاهدان واوسو.
د زلزلې د علم پوهانو او د اسلامي اټوم جوړونکو عالمانو د څېړنو له مخې، د دويمې نړيوالې جګړې وروسته شاوخوا لس کاله (زیات يا کم) اسمان او لمر نسبي ارام وو. په همدې موده کې د ځمکې پر سر د انسانانو تر منځ جګړې او شخړې هم شتون نه لرلې.
دا یو نوی سوچ او فکر دی چې زه یې د یوه ديني عالم او ساینسپوه څېړونکي په توګه نړۍ ته وړاندې کوم، او دا له حقایقو لرې نه دی. نن ساینس د میتافزیک د علم په وسیله څرګنده کړې چې د زلزلو تړاو له ځمکې څخه تر اسمانه پورې ډېر څرګند او ثابت دی. د میتافزیک علم هم وايي چې هغه پېښې چې په ځمکه کې رامنځته کېږي، لومړی په نږدې اسمان کې پېښېږي. که په لمر کې طوفان رامنځته شي، نو په ځمکه کې هم ورته طوفان منځته راځي.
د ناسا د سپوږمکيو د راپورونو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې کومې سترې پېښې چې په ځمکه کې رامنځته شوې دي، لومړی په لمر يا نږدې اسمان کې پېښې شوې وې او وروسته یې اغېز پر ځمکه څرګند شوی دی. له دې څخه ښکاري چې د دواړو ترمنځ نږدې تړاو شته. نو، له دې څخه مالومېږي که موږ وغواړو د راتلونکي کال د ځمکې د پېښو اټکل وکړو، نو لومړی باید د اسمان او بیا د لمر د اړیکو په اړه ځان ښه پوه کړو.
دلته داسې انګېرنه منځته راځي چې ساینس او دین له یو بل څخه نه شي بېلیدلی. ځکه ساینس اسباب او لاملونه وړاندې کوي او دین وړاندوینه او لارښوونه کوي.
د زلزلې د څېړنیز علم او نوې تیورۍ له مخې، ځمکه یو ژوندی جسم دی. د هرې زلزلې وروسته ځمکه خپله زېرمه شوې انرژي خوشې کوي، خو د هغې اندازه په تدریجي ډول یا ډېریږي او یا کمیږي.
دغه کمزورې یا قوي زلزلې د وروسته ټکانونو (Aftershocks) په نوم یادیږي. عموماً د اصلي زلزلې په پرتله کوچنۍ وي، خو کله ناکله ډېر قوي هم وي او په خپله د ویجاړۍ لامل ګرځي. د زلزلې وروسته ټکانونه کېدای شي د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.
قران کریم کله د ځمکې پورته فضا د اسمان په نوم یادوي او کله بیا اسمان د ټولو کایناتو د چت په توګه معرفي کوي. یعنې اسمان د ځمکې یوه برخه ګڼي چې ټول سماوي اجرام یې په خپل شپول کې رانغاړلي دي.
دا چې د اسمانونو پېښې څنګه له ځمکې سره تړاو لري، وخت او زمان به ورته نور علمي ځوابونه هم ومومي. د وخت او د تعبیر د څېړنې توپیر ښایي زموږ له اوسني درک سره متفاوت او حتی متضاد ښکاره شي.
د لیکوال په اړه:

انجینر امین ظریف د ننګرهار پوهنتون له علمي کدر څخه دی، هغه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کې د لوړ رتبه مامور په توګه کلونه خدمت کړی او اوس مهال په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی دی. نوموړی د کانونو، اقلیم، ابو مدیریت او ټولنیزو مسایلو په اړه ژورې څېړنې، تحلیلي لیکنې او عامه بحثونه پر مخ وړي، څو د افغان ټولنې غږ نړیوالو ته ورسوي
Views: 542