سیمهییزې سرچینې وايي چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۳۱ کسان ټپیان شوي او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي او په کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، هلته د تېرې شپې د زلزلې له کبله تر دې دمه یوه مېرمنه مړه شوې ده.
تېره شپه شاوخوا لس بجې د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزله وشوه چې بېلابېل ولایتونه یې ولړزول.
د ننګرهار ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې زلزلې له امله د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ «مژګنډول»، «ستن» او «املې» کليو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپيان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د عامې روغتيا رياست د بېړنيو پېښو امبولانسونه او روغتيايي ټيم يادې ولسوالۍ ته رسېدلی او د يو شمېر برسيرنو ټپيانو درملنه يې همالته کړې ده.
خبرپاڼه کې په دغه ولایت کې د یادې زلزلې له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دغهراز د لغمان د والي ویاند، عبدالمالک افغان هم ویلي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله نهه کسان ټپیان شوي او ۱۸ کورونه زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزلې د افغانستان کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زیانونه واړول.
دې زلزلې ډېر زیان په کونړ کې اړولی دی.
د طالبانو مرستیال ویاند، حمدالله فطرت تېره ورځ ویلي و چې په زلزله کې تردې دمه د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
Views: 10