د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چې د دغه سازمان په بودجه کې د څه باندې څلور میلیون ډالرو کمښت کولای شي د افغانستان په ختیځ کې زلزلهځپلو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړي؛ په داسې حال کې چې زرګونه بېځایه شوې کورنۍ د روغتیايي خدمتونو او د اړتیا وړ بېړنیو توکو له نشتوالي سره مخ دي.
د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزلې د افغانستان کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زیانونه واړول.
د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) تېره شپه راپور ورکړی چې د دغه ناورین کچه نوره هم په پراخېدو ده؛ تر اوسه څه باندې ۲۲۰۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړیی، ۳۶۴۰ نور ټپیان او لږ تر لږه ۶۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي او ښايي چې لرو پرتو سیمو ته د پلټنو او ژغورنې ټیمونو په رسېدو سره چې تر اوسه ورته لاسرسی ممکن نه دی، د تلفاتو شمېر لوړ شي.
په راپور کې راغلي: «د ژغورنې عملیات له جدي ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه د کونړ د څوکۍ، نورګل، پېچدره او وټهپور په څېر سختې ځپل شوې سیمې چې لاسرسی ورته ډېر ستونزمن دی. غرنیو سیمو، ځمکښویېدنو او تړلو سړکونو د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی او وروستیو ورښتونو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.»
ډبلیواېچاو لیکلي چې بشري همکارانو یې خپلې هڅې زیاتې کړې او لرو پرتو او زیانمنو ټولنو ته د رسېدو لپاره یې نورې ډلې او سرچینې برابرې کړې دي، خو ورته مهال، باور دا دی چې یو شمېر خلک لا هم په لرو پرتو کلیو کې د ویجاړ شوو کورونو تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي او د هغوی د ژغورنې فرصت په چټکۍ پای رسېدونکی دی.
سرچینې زیاته کړې چې دغه ناورین زرګونه کورنۍ بېکوره کړې او ډېرې اوس په لنډمهاله سرپناوو کې شپې ورځې تېروي، لا هم د زلزلو له ټکانونو سره مخ دي او سیمهییز روغتیایي مرکزونه تر سخت فشار لاندې دي او د درملنې د امکاناتو، درملو او بشري ځواک له کمښت سره مخ دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان لیکلي: «دغه وضعیت، له مخکې موجود زیانمن حالت لکه ناسم روغتیايي ساختار، پراخه بېوزلي، د خوړو ناامني او په دې وروستیو کې له پاکستانه د کډوالو راستنېدل نور هم زیات کړي دي.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې شاوخوا ۲۷۰ زره راستانه شوي په زیانمنو ولسوالیو کې مېشت شوي چې دې چارې پر محدودو سرچینو فشار زیات کړی او د دویم بحران ګواښ لکه د ګڼېګوڼې له امله د ناروغیو خپرېدل او د مناسب حفظ الصحې نشتوالي خطر زیات کړی دی.
راپور کې راغلي چې د روغتیا نړۍوال سازمان له د بشردوستانه شریکانو سره یوځای د ژوند ژغورنې خدمتونه پراخ کړي، ګرځنده روغتیایي، رواني او ټولنیز ټیمونه یې سیمې ته استولي او طبي مرستې یې رسولې دي.
ډبلیواېچاو خبرداری ورکړی چې پر دغو هڅو سربېره، بېړني کمښتونه لا هم شته، د څه باندې ۴ میلیونه ډالرو بودجې کمښت د حیاتي خدماتو وړاندې کولو بهیر له ځنډ سره مخ کړی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د ژوند ژغورلو او ناورین سختېدو د مخنیوي لپاره د نړۍوالې ټولنې بېړنۍ ملاتړ اړین دی.
Views: 2