د امریکا متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منینډیز او مېرمن یې پر رشوت اخیستلو تورن شوي دي.
پر نوموړي دا تور هم دی چې د مصر له «مستبد» حکومت سره د مرستې کولو لپاره له خپل واکه ګټه اخیستې ده.
څارنوالانو ویلي چې د دغه سناتور په کور کې د ۱۰۰ زرو ډالرو په ارزښت د سرو زرو سکې او ۴۸۰ زره ډالر نغد موندل شوي دي.
څارنوالانو همدرانګه ویلي چې د یاد سناتور په کور کې نغدې پیسې په یو خوندي بکس کې د خط په پاکټونو کې اېښودل شوې وې او د یو سوداګر د ګوتو نښې پرې وې، پر منینډیز تور دی چې له همدغه سوداګر څخه یې رشوت اخیستی دی.
د تورونو په سند کې ویل شوي چې ۶۹ کلن منینډیز دا قیمتي تحفې په دې خاطر ترلاسه کړې وې چې په فلوریډا ایالت کې یې د یوه ډاکټر په قضیې کې پر حکومتي مامورینو فشار راوړی.
د متحده ایالاتو د سنا مجلس د معلوماتو له مخې، دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د سنا یو بر حال غړی دوه ځلې په جنایي تورونو تورنیږي.
امریکایي مطبوعاتو منینډیز ته د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکلي، تر څو چې دا قضیه روانه وي، هغه به د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګهګۍ له مشرۍ څخه استعفا کوي.
د سنا مجلس دغه غړي په یوې اعلامیې کې پرې لګیدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې څارنوالانو د «کانګرس دفتر د یو عادي کار استازیتوب په ناسمه توګه کړی.»
هغه په دې اعلامیې کې ویلي: «زه د دې مهم کار په دوام تمرکز لرم او په بېبنسټه ادعاوو به مې پام غلط نشي.»
ټاکل شوې چې سناتور منینډیز، میرمن یې او درې نور کسان چې څارنوالانو ویلي ګډ کاروبار لري، د چهارشنبې په ورځ محکمې ته د لومړي ځل لپاره حاضر شي چې لګیدلي تورونه واوري او د بلې محکمې لپاره نېټه وټاکل شي.
پر دغو کسانو دا تور دی چې د منینډیز له واکه یې شخصي ګټې اخیستو لپاره کار اخیستی دی.
باب منینډیز د ولسمشر بایډن د ګوند دیموکرات دی او څه باندې له دېرش کلونو راهیسې د کانګرس غړیتوب لري، هغه راتلونکی کال یو ځل بیا د سنا مجلس لپاره په داسې حال کې ځان کاندیدوي چې هلته دیموکراتان لږ اکثریت دي.
Views: 15