کونړیان وایي: «اوس چې کونړ ته راځې، له ځان سره څو متره سپین کفن راوړه، چې د خونړۍ زلزلې شهیدان په کې خاور ته وسپارو.»
دا د زلزله ځپلو د زړه چیغې اوفریادونه دي. د کونړ سرشاره سیند څپې اویاغی موجونه چې پرون يي د مستۍ سندرې ویلې، نن د غم غزلی زمزمه کوي، موجونه یې مړه او بېصدا ښکاري.
کونړ د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د طبیعت ښکلا یې د هر کتونکې سترګې ځانته اړوی، لکه د هیواد د نورو برخوپه څیر خلک یې په غربت کې ژوند تېروي. دلته غرونه ستر، دغرو په لمنو کي بانډی زرغونه ، سیندونه بهېدونکي او فضا د ابراهیمي مېلمهپالنې بوی لري.
د تاریخ په اوږدو کې ستر ښکېلاکګر دلته د کونړ په غرونو کې مات اوپه ګونډو شوي: مغل، روس او نور… ان یو امریکایي لیکوال د خپل یوکتاب نوم د “مرګ دره” یا سخت ترین ځای: د امریکا پوځ د افغانستان د پیچ په دره کې بې لوری شوی.
خو کونړ یوازې د جګړو د تاریخ نوم نه دی، بلکې د ایثار، قربانۍ او زړهسواندۍ خاوره هم ده. څو کاله وړاندې چې په پکتیا او غزني کې زلزله پيښه شوه، ان یوشمیر ښځو خپلي ګاڼې ورته خرڅې کړې او مرسته یې ور ولېږله. نن بیا خپله کونړ د یوه خونړي ناورین ښکار دی. په دې زلزله کې داسې کورنۍ شته چې اووه لس غړي یې خاورو لاندې شوي، یوازینی ژوندي پاتې شوی ځوان بیا د صبر او استقامت خبرې کوي او د خدای په قضا راضي دی د دغه ځوان ويډیوکلپ درسره وګوری.
د غرو په لمنو کې خټین او د تیږو کورونه نړېدلي، کلیو ته لارې تړل شوې، ژوندي پاتې شوي کسان د مرستې په تمه دي، ځینو برخوکي خو حتی د خرو او کچرو د وژل کېدو له امله خلکو ته د عادي اړتیاوو رسول هم ناشوني شوي. یو ځوان وايي: «زه نه ډوډۍ غواړم، نه اوبه او نه هم بله مرسته، یوازې مې مرسته وکړئ چې د خپلو عزیزانو جسدونه د هوارو ځمکو هدیرې ته یوسم او خاور ته یې وسپارم.»
د کونړ ولس نن د مرستې چیغې وهي. د ننګرهار، نورستان او لغمان ځوانان د خپلو ژوبلو وروڼو او خوېندو لپاره وینې ورکوي، دا وخت د ویني هر څاڅکی د سرو زرو وراخوا ارزښت لري. هوايي ځواک پیلوټان په خرابه هوا کي الوت کوي څو د مرستې لاس ور اوږد کړي، نور بیا د ټولنیزو شبکو له لارې د مرستې غږونه او انځورونه خپروي.
په هیواد کي دتیرو ۴۰ کلونو د ناخوالو اوبدمرغیو دغه راز د ځنګلونو بېرحمانه وهل، د کانونو غیر مسلکي اوشخصي استخراج او د خلکو پر طبیعي شتمنیو د پردیو تېری، ټول د دې ولس د بېوزلۍ او دردونو لاملونه دي.
کونړیان ننګیالي خلک دي. دوی هیڅکله د پردیو ظلم ته سر نه دی ټیټ کړی. د هغوی عقیده سوچه او ایمان يي کلک دی.
نن چې د زلزلې له ناورین سره مخ دي، د ټول افغانستان دننه او بهرمیشتو د ورورګلوۍ او مرستې اړتیا لري.
څوک چې د دوی مرستې ته ور ودانګي، د هغه کور به ودان وي، ځکه ولسونه په همدردۍ، مرستې او یووالي ولاړ پاتې کېږي.
کونړ یوازې مه پرېږدئ – د دې غرنۍ درې غږ واورئ، دا د انسانیت اوشهامت غږ دی.
Views: 24