د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د تاجکستان له لوبډلې سره ترسره کوي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن شپه ۸:۰۰ بجې په تاجکستان کې پیلېږي.
په دغو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له ایران سره ترسره کړه چې درې پر یو یې ماته وخوړه.
په دې لوبه کې د افغانستان له لوري یوازېنی ګُل امېد موسوي ترسره کړی و.
د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په (بي) ګروپ کې د ایران، هند او تاجکستان له لوبډلو سره لوبېږي.
Views: 1