ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، هند، ایران او پاکستان د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې ټیمونه یې د بېړنیو مرستو رسولو لپاره سیمې ته استول شوي دي. جاپان او ترکیې هم د دې مرګونې پېښې له قربانیانو سره خپله غمرازي ښودلې ده.

دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ (مزار دره)، څوکۍ، وټه‌پور، ماڼوګي، چپه دره او نورو سیمو کې تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۰۰ او د ټپیانو ۲۵۰۰ ته رسېدلی دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه په خپل ټول توان د افغانستان له خلکو سره له هغه ویجاړوونکې زلزلې وروسته چې نن یې دغه هېواد ولړزاوه، خپل پیوستون او د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم او د ټپیانو د ژر رغېدو هیله کوم.»

هغه ويلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټیم فعالیت پیل کړی او په زیانمنو سیمو کې له اړمنو کورنیو سره د مرستو لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یوې ویجاړوونکې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه چې له امله یې سلګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ډېر نور ټپیان شوي دي.

دغه سازمان د اندېښنې په څرګندولو ویلي: «زموږ ټیمونه سیمې ته رسېدلي او بېړنیو مرستو او حیاتي ملاتړ چمتو کولو په حال کې دي.»

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم پر خپله اېکس‌پاڼه په یادو ولایتونو کې له زیانمنو شوو کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي چې د دغه بنسټ بشري همکاران په فعاله توګه په سیمه کې دي او زیانمنو کورنیو ته حیاتي مرستې چمتو کوي.

په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د تیرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني او له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوي.

هند او پاکستان د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله له افغانانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د دې مرګونې پېښې له زیانمنو سره د هر ډول مرستو لپاره چمتو دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره په افغانستان کې د زلزلې له امله د یو شمېر کسانو له مړه کېدو خبر شوو؛ په دغو سختو شېبو کې له غم‌ځپلو کورنیو سره زموږ فکرونه او دعاوې شته او ټپیانو ته د بېړنۍ شفا هیله لرو، هند چمتو دی څو زلزله‌ځپلو ته هر ډول بشري مرستې وړاندې کړي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهبازشریف هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په ډېرې خواشینۍ د افغانستان په ختيځ کې له ورانوونکې زلزلې چې د پاکستان په بېلابېلو برخو لکه اسلام‌اباد کې هم محسوس شوې، خبر شوی او د پاکستان د خلکو او دولت له لوري له غمجنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.

 ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له خلکو، په ځانګړې ډول د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي، هېواد یې له زیانمنو شوو سره د مرستو او د هغوی ژغورنې لپاره د افغانستان له حکومت سره د هر ډول ممکنې مرستې لپاره چمتو دی.

په کابل کې د ترکیې سفارت پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د تېرې شپې په زلزله کې ګڼ شمېر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د خدای (ج) مړه شوو ته د رحمت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دعا کوو او موږ له افغانانو وروڼو سره خپله خواخوږي څرګندوو. ترکیه د سیمې خبرونه له نږدې تعقیبوي.‎»

Views: 19