د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو څه باندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ (مزار دره)، څوکۍ، وټهپور، ماڼوګي، چپه دره او نورو سیمو کې تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۰۰ او د ټپیانو ۲۵۰۰ ته رسېدلی دی.
هغه دغه راز وایي چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې هم د دې زلزلې له امله ۵۸ کسان ټپیان شوي.
دی وایي چې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې هم زلزلې څلور کسان ټپيان کړي دي.
مجاهد وایي چې د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې هم زلزلې پنځه کورونه نړولي خو هلته یې مرګژوبله نه ده اړولې.
مجاهد د یادې زلزلې له امله د ړنګو شویو کورونو په اړه وویل: «کونړ کې ډېر کورونه ویجاړ شوي دي، یعنې څو کلي تخریب شوي، مزاردره چې موږ یاده کړه، ټول کلی تخریب شوی دی، تر اوسه پورې د کورونو په اړه مشخصې شمېرې نه دي را رسېدلي، اوس موږ یوازې د شهیدانو او ټپیانو شمېرې له تاسو سره شریکې کړې، نور جزییات به وروسته خپاره شي.»
هغه وایي چې ریاستالوزرا پېښې ته د رسېدنې لپاره د کلیو د پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په مشرۍ ځانګړې کمېته جوړه کړې ده چې د بېلابېلو ادارو او وزارتونو استازي یې غړیتوب لري.
مجاهد وایي: «د عاجلې رسېدنې لپاره د محترم رییسالوزرا له خوا زر لکه افغانۍ ورکړل شوې چې اوس استفاده ترې وشي؛ نورې پیسې به هم اړتیا په صورت کې ورکول کېږي.»
دی وایي چې له بېګا راهیسې د کورنیو چارو، دفاع او صحت وزارتونو د یادو ولایتونو د واليانو او له پېښو سره د مبارزې ریاستونو، سرې میاشتې او نورو مسوولینو له خوا د شهیدانو د راايستلو، زخمیانو د انتقال، د لومړنیو خوراکي او طبي توکو او نور د اړتیا وړ وسايلو د رسېدنې برخه کې لازم اقدامات شوي چی یوازې د ننګرهار له هوايي ډګره ۴۰ الوتنی ترسره شوې دي.
هغه له ټولو خیریه بنسټونو، تجارانو او عامو افغانانو وغوښتل چې له خپلو زلزلهځپلو هېوادوالو سره مرستې وکړي.
د یادونې ده، د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې هرات کې هم د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې درنه مرګژوبله او زیانونه اړولي وو.
هغه مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې د یادې زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او ډېر زیانونه د هرات په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې رسېدلي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم ویجاړ شوي وو.
Views: 3