چارواکي وایي، په مشرقي ولایتونو کې وروستۍ زلزلې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي او له ټولو شته امکاناتو څخه به د خلکو د ژغورنې لپاره کار واخیستل شي.

دغه زلزله دوه ساعته وړاندې (د شپې شاوخوا ۱۲ بجې وشوه او د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې دا زلزله د رېښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.

د ننګرهار ولایت مقام پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د وروستۍ زلزلې له امله حوزوي روغتون ۱۵ ټپیان ور وړل شوي او په دره نور ولسوالۍکې دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کونړ په ولایتي روغتون کې سرچینو ویلي، تر اوسه ۵۰ ټپیان ورسره ثبت شوی او یو تن د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې. د مرګژوبلې شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.

په لغمان ولایت کې هم د زلزلې له امله د اوښتې درنې مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي خو تراوسه یې کره شمېرې نشته دي.

د ننګرهار مرستيال والي، مولوي عزيزالله مصطفی ویلي، ډير ژر به له ننګرهار څخه کونړ ته په چورلکو کې ډاکټران او درمل ورسول شي او عاجل ناروغان به د چورلکو په له لارې انتقال شي.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د جزییاتو له ورکولو پرته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «په تاسف سره چې د نن شپې زلزلې زموږ د مشرقي ځینې ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولې، همدا اوس ځایې مسؤلین او خلک د زیانمنو شوو د ژغورلو په هڅو بوختدي له مرکز او نږدې ولایاتو هم کومکي ټیمونه په لاره دي.»

هغه لیکلي، له ټولو شته امکاناتو څخه به د خلکو د ژغورنې لپاره کار واخیستل شي.

په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

Views: 22