هرات کې یو شمېر کارګران وايي چې له ایرانه د ډېر شمېر کډوالو له راستنېدو سره په دغه ولایت کې کاري فرصتونه محدود شوي او د ورځ‌مزدورۍ کچه هم ټیټه شوې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د روان کال د زمري په اتمه اعلان کړی و چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱،۸ میلیونه یې یوازې له ایرانه جبري راایستل شوي دي.

د نهه‌کسیزې کورنۍ سرپرست محمدرسول یو له هغو سلو کارګرانو دی چې هر سهار د لمر له راختو مخکې د هرات پر ۶۴ متره سړک د غور دروازې چوک ته ځان رسوي.

هغه وايي: «پخوا مو ورځ‌مزد ۳۰۰ افغانۍ و، خو اوس هرات ته د زرګونه افغان کډوالو په راستنېدو نه کار پیدا کېږي او نه هغه مزدوري. اوس مو ورځ‌مزد له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې دی.»

هغه زیاتوي چې په یاد چوک کې هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ کسان د کار په تمه وي، خو بالاخره ۴۰ کسانو ته کار پیدا کېږي.

د بادغیس یو ځوان چې د کار لپاره هرات ته راغلی هم ورته کیسه لري؛ هغه وايي چې په تېرو لسو ورځو کې یوازې یوه ورځ توانېدلی ځان ته کار پیدا کړي: «که حکومت د کار زمینه برابره نه‌کړي، د دغه وضعیت دوام به ډېر کسان ناقانونه لارو او ان غلا کولو ته اړ کړي.»

۳۸ کلن عزیزالله چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې له ایران راایستل شوی او هرات ته راغلی، هم په همدغه چوک کې د کار په لټه دی.

هغه د اندېښنې په څرګندولو وايي: «هره ورځ راځم، خو هيڅ کار نه پیدا کېږي، ان د ډوډۍ او ماشومانو ته مې د وچو شيدو پېرلو وس هم نه‌لرم.»

د یادو شکایتونو ترڅنک د هرات د سوداګرۍ خونې مسوولین ټینګار کوي چې له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ د کاري زمینو برابرولو لپاره هڅه کوي.

د یادې خونې رییس ناصر امین وايي چې په دې وروستیو کې د تازه راستنو شوو کډوالو په ګډون نږدې ۶ زره کسانو ته په تولیدي کارخونو، په ځانګړې توګه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې کاري فرصتونه برابر شوي او دغه لړۍ اوس هم دوام لري.

د نړۍوال بانک د شمېرو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د بې‌کارۍ تر ټولو لوړه کچه لرونکو هېوادونو کې ۲۱م ځای لري. شمېرې ښیي چې په ۲۰۲۱ کال کې په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه ۱۱.۹۹۱ سلنه وه، په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴.۱ سلنې ته لوړه شوه او په ۲۰۲۳ کال کې یو څه ټیټه شوې، ۱۳،۹۹ سلنې ته رسېدلې ده. دغه راز، د ۲۰۲۴ کال تر پایه په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه ۱۳.۲۹۵ سلنه ثبت شوې ده.

پژواک څو ځلې هڅه وکړه څو د کاري فرصتونو کموالي او د کاري زمینو رامنځته کولو په تړاو د حکومت د پروګرامونو په اړه د هرات د ولایتي ادارې د مطبوعاتي دفتر، د کار او ټولنیزو چارو ریاست او د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست نظر ترلاسه کړي، خو د دغه راپور تر خپرېدو بریالی نه شو.

تر دې مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی و چې قطر د افغان کارګرانو لپاره د برق انجنیرۍ، برېښنایي موټرو ترمیم، فارم‌دارۍ، مالدارۍ او د هوټل خدمې برخو کې ۳ زره او ۱۰۰ قانوني فرصتونه برابر کړي دي. پر دې سربېره، دغه هېواد ۱۸۰۰ نور کاري فرصتونه د هغو کډوالو لپاره چې په تېرو دوو کلونو کې هېواد ته راستانه شوي دي، ځانګړي کړي دي.

په همدې حال کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر اسلامي امارت نړۍوال بندیزونه، د هېواد د شتمنیو کنګل کېدل او په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو په زور راایستل، هغه ستونزې دي چې د کار پر بازار یې منفي اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د هېوادوالو د بې‌کارۍ کچې کمېدو او کاري زمینو برابرولو په اړه «د کار ملي کنفرانسَ» جوړ شو او په تېرو څلورو کلونو کې څه باندې ۳۵۰زره کسانو ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

هغه وويل چې دغه وزارت د يوه پاليسي‌جوړونکي بنسټ په توګه هڅه کړې څو داسې پاليسي او ستراتيژۍ جوړه کړي چې په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راټيټه او د خلکو لپاره مناسب کاري چاپېريال رامنځته شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند د کارموندنې برخه کې د خصوصي سکټور رول اغېزناک وباله او ویې ویل چې د نورو هېوادونو حکومتي تشکیلات هم محدود وي او افغانستان هم له دې قاعدې مستثنا نه دی؛ نو له همدې امله خصوصي سکټور کولای شي ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

Views: 1

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi