د عبدالله رودوال سره مرکه؛ هغه شاعر چې د نغمې سترګې یې له اوښکو ډکې کړې

اگست 26, 2025

په دې ځانګړې خپرونه کې زموږ میلمه ځوان شاعر عبدالله رودوال دی. رودوال هماغه شاعر دی چې د هغه یو شعر د وتلې هنرمندې ښاپېرۍ نغمه لخوا د کاناډا د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځغونډې پر مهال ولوستل شو.

د شعر د لوست پر مهال، نغمه خپلې احساسات کنټرول نه شوای کړای او په ژړا یې سټېج پرېښود. دا شعر تر اوسه د وصال ټلوېزیون په ټولنیزو پاڼو کې له دوه میلیونو څخه ډېرو کسانو لیدلی دی.

په دې ځانګړې مرکه کې موږ له رودوال سره د هغه د شاعرۍ، ادبي او فرهنګي فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي. همدارنګه هغه زموږ د لیدونکو لپاره ښکلي شعرونه او زړه‌راښکونکې لنډۍ هم ویلي دي.

تاسو کولای شئ دغه ځانګړې خپرونه د وصال ټلوېزیون له یوټیوب چینل څخه وګورئ.

Views: 1