په داسې حال کې چې افغانستان له لویو سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی، ملګري ملتونه وايي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال په زور ایستل شوي چې له امله یې پر افغانستان اقتصادي او کاري فشار زیات شوی دی.
نړۍوال بانک هیله څرګندوي چې افغانستان به په روان کال کې څه باندې درې سلنه اقتصادي وده ولري، خو ځیني اقتصادپوهان په دغه هېواد کې د وچکالۍ، بېکارۍ او نړۍوالو مرستو کمېدو ته په کتو په دې کچه وده ناممکنه ګڼي.
د دې موضوع په اړه مو د اقتصادي چارو له کارپوه فروغ زمری سره چې په امریکا کې په دې برخه کې پر څېړنو بوخت دی، ځانګړې مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 2