د راپورونو پر بنسټ، کولمبیا کې په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
الجزیزې راپور ورکړی چې په لومړۍ پېښه کې پرون د پولیسو یوه چورلکه چې د کولمبیا په انتیوکیه ولایت کې یې د کوکا کښتونو د له منځه وړو عملیات کول، د بېپیلوټه الوتکې له لوري ویشتل شوې چې ۱۲ پولیس پهکې وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې څو ساعته وروسته د دغه هېواد په کالي ښار کې د نظامي هوايي چلند ښوونځي ته نږدې یوه موټربم چاودنه کړې چې له امله یې ۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۷۰ نور ټپيان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو د دغو بریدونو مسوولیت د پخوانیو «فارک» یاغیانو او د خلیج کارټل د نشهيي توکو له «لوی ګلف» څخه پر بېلو شوو ډلو اچولی دی.
هغه ټینګار کړی چې دغه ډلې باید «ترهګرې» وپېژندل شي او په نړۍواله کچه تر څارنې لاندې راشي.
Views: 1