اسټرالیا کې د افغان تاریخ او هویت پر ضد هڅې

اگست 22, 2025

د اسټرالیا په پارلمان کې دا څو ورځې وړاندې یوه وکیل د افغانستان پر یوه پخواني باچا امیر عبدالرحمن سختې نیوکې وکړې او هغه یې پر نسل‌وژنې تورن کړ. دغه وینا د اسټرالیا مېشتو افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوه او دا ډول بیباکانه څرګندونې یې د افغانستان تاریخ ته لوی سپکاوی وباله.

په اسټرالیا کې په حکومتي کچه د پښتنو اوښبنو یادونه په کتابونو او تاریخونو کې شوې او د دغه هېواد د تجارت او اورګاډي ترانسپورټي سیسټم د پښتنو د خدمتونو محصول ګڼي او د هغوی د درناوي په پار یې د اورګاډي یوه کرښه «پکان» نومولې ده.

دغلته څه موده مخکې د افغانانو د یوه مشهور مارکېټ «افغان بازار» نوم هم د یوې دسیسې له مخې اسټرالیا ته له کوېټې څخه د کډه شوو یو شمېر هزاره‌ وو له خوا له ننګونو سره مخ شو او ښکاري چې همدا ډله په اسټرالیا کې د افغانانو د تاریخ بدنامولو لپاره ډېرې هڅې کوي.

نن مو پر همدې موضوع له اتل امین سره چې له تېرو درېیو لسیزو راهیسې په اسټرالیا کې مېشت دی او د جمهوریت پر مهال یې په کابل کې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون او د پانګونې د ملاتړ اداره (ایسا) کې دندې ترسره کړې، بحث او خبرې کړې چې پام مو ورته رااړوو.

Views: 5