د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۳۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت نن (پنجشنبه، د زمري ۱۶مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغه شمېر افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو، له خوشي کېدو وروسته په دې اونۍ کې بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
سرچینې د کندهار د سپینبولدک د کډوالو لېږدولو امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو او له یوې تر ۶ ورځو یې په زندان کې تېرې کړې دي.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کسان هېواد له راداخلېدو او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۱۶مه هم نږدې ۳۰۰ افغان کډوالو د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 2