په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته ترسره شوه اوپه دې ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنګ د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وشو.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته ترسره شوه.
یاد وزارت لیکلي، په دې ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنګ د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي اوټرانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وشو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي ویلي:«زموږ سيمه کې په ګڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مختلففرصتونه راټوکېدلي دي او باور لرو چې موږ او تاسې وتوانېږو له دغو فرصتونو څخه د خپلو هېوادونو په ګټه استفاده وکړو.»
مولوي امير خان متقي ویلي، دغه درې اړخيز ميکانيزم افغانستان ته د دې فرصت ورکوي چې د همکاريو د لا پراختيا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولري.
د ده په خبره، درې واړه هیوادونه په اقتصادي برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري چې باید په ښه ډول ترې استفاده وشي او اقتصادي موضوعات له نورو مسايلو سره ونه تړل شي.
همداراز د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ پر وده بللې او ویلي یې دي چې او زياته يې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په ګڼو برخو کې پراخې شوې دي.
وانګ يي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفيرانو کچې ته د ديپلوماتيکو استازوليو لوړول ښه پرمختګ بللی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته مهمه بللې او دا يې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا ښه فرصت بللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، اسحاق ډار هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاريو زياتوالی وستايه او هيله يې څرګنده یې کړه چې دواړه هېوادونه لا ډېر پرمختګونه ولري.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، په پای کې د ناستې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او اړيکو پراختيا ټينګار وکړ.
Views: 11