د ایران د کورنیو چارو وزیر ويلي چې اوسمهال څه باندې ۶ میلیون افغان کډوال په دغه هېواد کې ژوند کوي چې له ډلې به یې دوه میلیون کسان د روان کال تر پايه په تدریجي ډول وايستل شي.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر له قوله راپور ورکړی چې ډیری کډوال په ايران کې د خراسان رضوي د پولو له لارې ايستل شوي؛ تراوسه يو ميليون او ۲۰۰ زره افغانان له دغه هېواد څخه ایستل شوي او دوه میلیون نور افغانان به هم و ايستل شي.
هغه ويلي: «د جوړ شوي پروګرام له مخې به په لومړي ګام کې شاوخوا دوه میلیون ناقانونه او بېاسناده کډوال چې هېواد ته راغلي، و ايستل شي. اوسمهال څه باندې شپږ ميليون افغانان په ايران کې میشت دي او طبیعي ده چې د دغو وګړو مدیریت د ملي او نړيوالو جدي همکاريو ته اړتيا لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د زمري په ۸مه ويلي و، یوازې په تېرو درېيو مياشتو کې نږدې دوه میلیون افغانان له ایران او پاکستان هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱.۸ میلیون کسان په جبري توګه ايستل شوي دي.
Views: 8